د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې ۹۰ زره روغتیایي کارکوونکي په کروناویروس اخته شوي


د روغتیایي کارکوونکو نړېوالې شورا ویلي دي چې تر دې دمه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لږ تر لږه ۹۰ زره روغتیایي کارکوونکي په کووید۱۹ ناروغۍ اخته شوي او څه دپاسه ۲۶۰ تنه یې پدې وجه مړه شوي دي.

د پرستارانو د نړیوالې شورا د اعلامیې په بنسټ چې د چهارشنبې په ورځ می پنځمه (غوایي ۱۷) خپره شوې، دغه بنسټ د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې روغتیایي محافظتي تجهیزاتو پرله پسې کموالي ته په اشارې حکومتونه د روغتیایي کارکوونکو په منځ کې ددغې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي هڅو ته هڅولي دي.

د روغتیایي کارکونکو یا پرستارانو د نړیوالې شورا اجرایي رئیس هاوارډ کاتون، د رویترز اژانس ته ویلي چې ښایي په کروناویروس باندې د اخته روغتیایي کارکوونکو شمیر د وړاندې شوي اټکل څخه اوچت وي، ځکه د هغه په وینا پدغو شمیرو کې د نړۍ ټول هیوادونه شامل ندي.

په کووید۱۹ ناروغۍ باندې د ۹۰ زره روغتیایي کارکوونکو د اخته کیدو اټکل د نړۍ ۳۰ هیوادونو د معلوماتو په اساس شوی دی.

د ۱۳۰ هیوادونو د روغتیایي کارکوونکو ملي ټولنې د ۲۰ میلیونه کارکوونکو په لرلو سره د روغتیایي کارکوونکو د نړېوالې شورا غړیتوب لري.

ښاغلي کاتون وویل: "که د روغتیایي کارکوونکو د اخته کیدو کچه شپږ فیصده فکر کړو، په نړۍ کې د ۳.۵ میلیون اخته کسانو په پام کې نیولو سره په کورناویروس باندې د اخته روغتیایي کارکوونکو شمیر له ۲۰۰ زرو څخه تیریږي".

هغه زیاته کړه چې یو شمیر حکومتونه په کروناویروس باندې د روغتیایي کارکوونکو اخته کیدل له پامه غورځوي چې د هغه په وینا دغه غفلت ددې ویروس په وجه د مړینو د شمیر د زیاتوالي سبب کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم دوه ورځې مخکې په کروناویروس باندې د لږ تر لږه ۲۵۶ روغتیایي کارکوونکو د اخته کیدو خبر ورکړ.

XS
SM
MD
LG