د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲۹زرو واوښت


په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۹۱۴۳ تنو ته ورسېد.
په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۹۱۴۳ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تیر ۲۴ ساعتونه د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې ۳۱۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۲ نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون۲۲(چنګاښ۲) ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۸۹۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۱۰ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۹۱۴۳ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له یادو پېښو څخه"۱۶۶ په کابل،۳۷کندهار،۱ پکتیا،۳ ننګرهار،۹ تخار،۵ بامیان،۲۲ بغلان،۲ لوګر،۲۱کندز،۳ پروان،۷ میدان وردګ،۹لغمان، ۵ هلمند،۱۱ بدخشان،۳ غور او ۶ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي."

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلورو ولایتونو کابل، ننګرهار،بامیان او میدان وردګ کې په کرونا ناروغۍ اخته ۱۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۵۹۸ ته لوړ شو.

همدارنګه په درې ولایتونو ننګرهار،بامیان او بغلان کې په کرونا اخته ۷۷ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۸۸۴۱ تنو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر احمد جواد عثماني وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس پېښې د کمېدو په حال کې د، خو ټینګار يې وکړ چې خلک لا باید هم روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر غرمې جون۲۲ (چنګاښ۲) پورې ۴۶۸۳۷۴ کسان مړه کړي او نژدې ۹ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG