د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نژدې ۲۷زرو ته لوړ شو


د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کروناویروس۵۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت چهارشنبه جون ۱۷(غبرګولې ۲۸) رسنیو ته ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۱۱۲۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۵۶۴ یې مثبتې ثابت شوي دي.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې کروناویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۶۸۷۴ ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۱۹۲ په کابل،۲۷ کندهار،۵۱ بلخ،۴۰ پکتیا،۶ ننګرهار، ۶۴ تخار، ۶۵بامیان،۲۱بغلان، ۲۷ کندز، ۲۴ میدان وردګ، ۵ کونړ، ۱۲ کاپیسا، ۶ بدخشان، ۲ زابل، ۱۴ دایکندي او ۸ په نورستان ولایت کې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ د کرونا ویروس له امله په شپږو ولایتونو کابل، ننګرهار، تخار، بامیان، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳ تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۰۴ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶۰ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره ټول روغ شوو کسانو شمېر ۶۱۵۸ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهارشنبې تر غرمې جون ۱۷(غبرګولې ۲۸) پورې په نړۍ کې ۴۴۳۷۲۹ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اته میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG