د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ استرالیا بهرنیو زده کوونکو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړه


استرالیا هرکال د بهرنیو زده کوونکو د فیسونو له لارې میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي
استرالیا هرکال د بهرنیو زده کوونکو د فیسونو له لارې میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي

د استرالیا حکومت په تازه پرېکړې کې اعلان کړی دی چې ټول بهرني زده کوونکي کولی شي چې استرالیا کې خپلو پوهنتونونو او ښوونځیو ته را وګرځي.

د نوي پلان له مخې ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت به د استرالیا د کانبیرا په هوايي ډګر کې د بهرنیو زده کوونکو لومړۍ الوتکه ښکته شي.

په لومړي قدم کې به ۳۵۰ زده کوونکي استرالیا ته وروګرځي. استرالیا په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې د کرونا له کبله قرنطین او محدودیتونه لګولي وو، خپل نړیوال سرحدونه یې تړلي‌ او نړیوال پروازونه یې بند کړي وو. خو اوس یې محدودیتونه لېرې کړي‌ او کوښښ‌ کوي چې هر څه بېرته عادي‌ حالت ته وګرځي.

د مارچ د میاشتې راهېسې د استرالیا حکومت یوازې خپلو اتباعو او د دایمي اقامې لرونکو ته اجازه ورکوله چې استرالیا ته پروازونه وکړي.

د بهرنیو زده کوونکو لومړی پرواز ښايي له سنګاپور څخه استرالیا ته وشي، دغو زده کوونکو ته الوتکه کرایه شوې ده.

چارواکي وايي چې بهرني زده کوونکي به استرالیا ته له رسېدو وروسته ۱۴ ورځې له نورو جلا ساتل کیږي او معاینات به یې کیږي چې د کرونا په ویروس اخته نه وي.

استرالیا هرکال په خپلو پوهنتونونو او نورو تعلیمي‌ادارو کې د بهرنیو زده کوونکو د فیسونو له لارې میلیاردونه ډالر ګټي او تعلیم د استرالیا یوه لویه عایداتي منبع ده.

په استرالیا کې چینايي زده کوونکي‌ د ټولو بهرنیو زده کوونکو درېیمه برخه جوړوي، خو بیجنګ خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې استرالیا ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د چین چارواکي وايي‌ د کروناویروس له خپرېدو وروسته هلته له چینايي اتباعو سره تبعیضي چلند کیږي خو د استرالیا حکومت وايي چې دا ډېرې وړې پېښې دي.

په همدې حال کې د استرالیا حکومت اعلان کړی دی چې د کابل تر پای پورې به بهرنیو سیلانیانو ته اجازه ورنکړي‌ چې استرالیا ته سفر وکړي.

په استرالیا کې د کروناویروس له کبله ۱۰۲ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۴۰۰ نور پرې اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شوی او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې پرې خلک اخته شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي‌چې تر دې دمه دغه ویروس په ټولې نړۍ کې څه باندې ۴۶۴زره کسان مړه کړي او څه باندې اته میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG