د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکاوال: د معتادینو کمولو لپاره دې پارکونه او تفریحي ځایونه زیات شي


پکتیکاوال: د معتادینو کمولو لپاره دې پارکونه او تفریحي ځایونه زیات شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

په پکتیکا کې چې ورځ تر بلې په کې د معتادینو شمېر زیاتیږي، خلک د ځوانانو د سالمې بوختیا او تفریح لپاره د پارکونو او تفریحي ځایونو جوړېدل غواړي.

په پکتیکا کې چې ورځ تر بلې په کې د معتادینو شمېر زیاتیږي، خلک د ځوانانو د سالمې بوختیا او تفریح لپاره د پارکونو او تفریحي ځایونو جوړېدل غواړي.

د سولې پارک په ښرنه کې یوازېنی تفریحي ځای دی، چې ځینې برخې یې تازه رغول شوي او هره ورځ خلک د ساعتېرۍ لپاره ورځي.

دلته ډېری کسان وایي، تر ډېره هغه ځوانان نشو ته مخه کوي چې وزګار وي او د وخت تېرولو لپاره سالمه بوختیا نه لري.

توکل خان چې دغه پارک ته د تفریح لپاره راغلی وايي ډېری ځوانان دغه پارک ته په راتګ سره له بې ځایه ګرځېدو، له روږدو سره له ناستې راګرځېدلي دي او دلته له نورو ملګرو سره په شنه فضا کې ناست وي او د خوښۍ احساس کوي.

هغه وايي " ډېری هغه ځوانان چې پخوا به يې له نشه يي ملګرو سره ناسته درلوده اوس دې پارک ته راځي او له بې ځایه ناستو یې لاس اخیستی".

د پکتیکا اوسېدونکی وصیل صالحي هم له نشه يي توکو د ځوانانو راګرځولو په لار کې د پارکونو او تفریحي ځایونو جوړېدل مهم بولي.

هغه وايي چې په نشو اخته کس باید په فکري ډول دې ته اماده شي چې له نشو لاس واخلي او د هغه لپاره یو سالم چاپیریال اړین دی.

په دغه پارک کې وخت ناوخته یو شمېر بنسټونه، ادارې او مدني ټولنې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه د عامي پوهاوي لپاره د فوټبال، کرکټ او والیبال سیالۍ او نور پروګرامونه هم جوړوي.
XS
SM
MD
LG