د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د ښځو د حقونو وتلې مبارزه په ۵کالو بند محکومه شوه


لجین الهذلول ۳۱ کلنه ده او ۲۰۱۸ کال راپدیخوا د سعودي د حکومت په توقیف کې ده.
لجین الهذلول ۳۱ کلنه ده او ۲۰۱۸ کال راپدیخوا د سعودي د حکومت په توقیف کې ده.

په سعودي عربستان کې محکمې د بشري حقونو نامتو مبارزه لجین الهذلول د هیواد د سیاسي نظام د بدلون د غوښتنې او د ملي امنیت د زیانمنولو د تورونو له ګبله محکومه کړه.

په سعودي عربستان کې سیمه ایزو مطبوعاتو او د میرمن الهذلول د کورنۍ غړیو ویلي چې محکمې نن دوشنبه، ډسمبر ۲۸ (مرغومي ۸) د بشري حقونو دا مبارزه په ۵ کالونو او ۸ میاشتو سزا محکومه کړله.

لجین الهذلول چې ۳۱ کاله عمر لري، د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا د حکومت په توقیف کې وه.

د شرق الاوسط ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې محکمې د دې مبارزې ۲ کاله او ۱۰ میاشتې د بند موده کمه کړې ځکه چې هغې همدومره وخت په توقیف کې تیر کړی.

بل پلو بیا د دې مبارزې یوې خور ویلي چې ښایي د ځانګړيو شرایطو له مخې هغه د ۲۰۲۱ کال د فبروري په میاشت کې خوشې شي خو که د خوشې کیدو نه وروسته کوم جرم وکړي، بیا به په زندان کې واچول شي.

د الهذلول خور، لینا په ټویټر کې لیکلي چې محکمې یې په خور ۵ کاله د سفر کولو بندیز هم لګولی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصینو د سعودي عربستان د محکمې دا حکم "غلط" بللی. د بشري حقونو یو شمیر مخکښو ډلو او د امریکا د متحده ایالاتو د کانګریس یو شمیر غړیو او اروپا یې د خوشې کیدو غوښتنه کړې.

د الهذلول د کورنۍ غړیو ویلي چې هغې په سعودي عربستان کې میرمنو ته د موټر چلولو حق غوښته او هم یې غوښتل چې پدې هیواد کې د سړیو د سرپرستۍ نظام دې ختم شي.

د کورنۍ غړیو یې همدرانګه ویلي چې میرمن الهذلول ته برقي شاټونه ورکړل شوي، په درو وهل شوې، جنسي تیری پرې شوی او نورې شکنجې هم ورکول شوي.

خو د سعودي عربستان دا تورونه رد کړیدي.

جنایي محکمې تیره اوونۍ ویلي و چې میرمن الهذلول د توقیف پر وخت شکنجه شوې نده او د دې تورونو د اثبات لپاره هیڅ شواهد نشته.

XS
SM
MD
LG