د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د افغانستان حکومت د خپل «پایښت له کړکیچ» سره مخ دی


سره لدې چې د افغانستان حکومت او جګپوړو امریکایي سیاسي او نظامي چارواکو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وړتیا ډاډ څرګند کړی خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر یا سیګار په تازه راپور کې اندیښنه ښودلې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د "معنی لرونکي" مقاومت ښودلو ته چمتو ندي.

د سیګار په راپور کې چې نن چارشنبه جولای ۲۹ (زمري ۷) خپور شوی ویل شوي چې په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي چې د افغانستان حکومت د خپل بقا لپاره هلې ځلې وکړي.

په راپور کې ویل شوي، " په ټولیزه توګه بهیر د افغانستان د حکومت په ګټه ندی او که چیرته یې چاره ونشي او مخه یې ونه نیول شي، ښایي چې د پایښت د بحران سره به مخ شي. "

د سیګار د راپور په غبرګون کې د افغانستان د جمهوري ریاست سلاکار وحید عمر ویلي چې افغانستان د پایښت د کړکیچ سره مخ ندی. ښاغلي عمر په ټویټر کې لیکلي، "مونږ د پایښت د بحران سره مخ نه یو. زرګونه کاله کیږي چې یو او زرګونه کالونه نور به هم یو. دا د حکومت او ولس لپاره آزمایښت دی. آیا وبه کړی شي په ولس، ارزښتونو او باورونو د نړیوالو ترهګرو لخوا همغږي شويٍ بریدونه شنډ کړو؟ هو، وبه یې کړی شو. "

خو سیګار د اندیښنو سره سره، جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښو نتیجو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به د ښار سیمو په دفاع تمرکز کوي او د بیا زور او قوت د تر لاسه کولو وړتیا لري.

امریکا هم تازه په یو شمیر سیمو کې د طالبانو په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړي. امریکایي چارواکو ژمنه کړې که طالبان تعرضي عملیات بند نه کاندي، دا ډول هوایي بریدونه به دوام وکړي.

د سیګار په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې امریکایي چارواکو په پرله پسې توګه د طالبانو نه غوښتي چې په دوحه کې د امریکا سره د سولې د تړون سره سم دې بریدونه کم کړي، خو طالبانو دا کار ندی کړی.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن په ګډون د امریکا نظامي چارواکي د افغانستان د شاوخوا ۳ سوه زره وسله والو ځواکونو په وړتیا خوشبین دي.

ښاغلي بایډن د همدې میاشتې په سر کې ویلي و چې افغانستان سقوط نکوي او ویلي یې و چې دا هیواد د خپل پایښت لپاره د ځواکونو نه نیولې ټول لازم وسایل لري.

بایډن همدرانګه ویلي و افغانستان ۳ سوه زره غښتلي وسله وال ځواکونه لري پداسې حال کې چې د هغه په قول طالبانو یوازې د ۷۰ زرو په شاوخوا کې وسله وال لري.

د جمهور رئیس جو بایډن تر څنګ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکینزي هم ویلي چې د افغانستان لپاره سختې ورځې په مخکې پرتې دي خو زیاته یې کړه چې طالبان غواړي داسې یو حس پیدا کړي چې ګواکې هغوي "حتمي د جګړې ګټونکي دي." دغه امریکایي جنرال وویل " طالبان غلط فکر کوي، د هغوي بریالیتوب حتمي ندی. "

جنرال فران مکینزي د یکشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل، " امریکا پدې تیرو څو ورځو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو هوایي بریدونه ډیر کړي او که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، مونږ چمتو یو چې دا هوایي بریدونه په راتلونکو اونیو کې لا ډیر کاندو. "

که څه هم د امریکا د نظامي چارواکو د معلوماتو پر اساس د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ۹۵ په سلو کې بشپړ شوی خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک میکینزي وایي چې د عسکرو تر وتلو وروسته به هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د لیرې نه د امریکا لوژستیکي مرستې روانې وي.

XS
SM
MD
LG