د لاس رسي وړ اتصالات

غني طالبانو ته: زور ته نه تسلیمېدئ، موږ هم نه تسلیمېږو


د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني یو ځل بیا له طالبانو څخه غوښتي چې له جګړې او وژنو لاس واخلي او سیاسي حل لارې ته راوګرځي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) د افغانستان د بیرغ د ملي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وویل که طالبان دا ګڼي چې دغه هېواد زور ته تسلیمېږي باید په دې اړه له سره غور وکړي.

د جمهور رئيس غني په وینا تجربو ښودلې چې طالبان زور ته تسلیم نشول او اوس د افغانستان نظام هم زور ته نه تسلیمېږي.

هغه وویل: "که طالبان د تورې په قضاوت باور لري، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه چمتو دي چې په تورې د هغوی ځواب ورکړي له همدې امله دی چې یو نظامي بن بست رامنځ ته شي تر دوی (طالبان) دې نتیجې ته ورسېږي چې زور نتیجه نه ورکوي او یوه سیاسي حل لاره اساسي لاره ده".

د افغانستان جمهور رئیس زیاته کړه چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یوه ملي پروژه هم په افغانستان کې عملي نه شوه او دغې ډلې د ملي ګټو پر ځای د اسامه بن لادن پناه ورکولو ته ترجیح ورکړه او د طالبانو رهبري باید په دې اړه ملت ته ځواب ووايي.

ښاغلي غني افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د عمل پلان ترتیب شوی او ژر به په روان وضعیت کې بدلون راشي.

د نړیوالې ټولنې استازو په ځانګړې توګه د افغانستان تمویلوونکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په غونډه کې د تاوتریخوالي په ودرولو او د تلپاتې او سراسري اوربند په تامینولو ټینګار وکړ.

دوی دغه راز وویل چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید د نړیوالو قوانینو په اساس بشري حقونو ته پاملرنه وکړي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي او پیاوړې یې کړي.

XS
SM
MD
LG