د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت: طالبانو په څلورو میاشتو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژلي


د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي چې طالبانو د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په اوسط ډول ۳۵سلنه تاوتریخوالی زیات کړی چې له امله یې ۵۵۸۷ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند باندې د څارنې رئیس سید عبدالله هاشمي د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) خبریالانو ته وویل چې طالبانو په افغانستان کې د وري میاشتې له پیل څخه د چنګاښ تر پایه پورې ۹۳ ځانمرګي بریدونه، ۶۵۰ توغندیز بریدونه، ۱۶۷۵ چاودنې، ۸۴۴ هدفي وژنې او ۶۲۳ ځمکنۍ نښتې کړي دي.

هغه وویل چې د طالبانو په دغو بریدونو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي هاشمي په وینا په وژل شویو کې ۱۵۷۵ او په ټپیانو کې ۱۱۷۸ ماشومان او ښځې شاملې دي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت د معلوماتو په اساس د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۷۶۵ طالبان له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او ۹۱۷۸ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي هاشمي وویل چې په دې موده کې څه باندې ۱۰۰۰ طالبان ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې یوناما په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴۷سلنه پورته شوې ده.

یوناما په خپل راپور کې د ۳۹سلنه ملکيانو د مرګ‌ژوبلې مسولیت د طالبانو او د ۲۳سلنه مسولیت د افغان ځواکونو په غاړه اچولی دی. خو د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې د یوناما راپور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG