د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې په چاودنه کې اوه کسان وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو مقاماتو د هرات په ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وایي اوه کسان پکې وژل شوي دي.

د هرات امنیه قوماندان مولوي انصاري د رویترز اژانس ته ددې پیښې د تائید په ترڅ کې ویلي چې په پیښه کې نهه تنه ټپیان شوي هم دي.

دغه چاودنه د شنبې په ماښام جنورۍ ۲۲ (سلواغې دوهمه) د هرات ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چې په عمومي توګه شیعه میشته ده شوې ده.

د هرات د ولایتي روغتون رئیس عارف جلالي د فرانس پرس اژانس ته وویل: "د اوه تنو مړو په ډله کې څلور یې ښځې دي".

د هرات یو بل روغتیایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل چې چادونه د ماښام شاوخوا شپږ بجې په یو ټونس موټر کې شوې او زیاته یې کړه چې د دریو تنو ټپي شویو حالت خطرناک دی.

امنیتي مقامات وایي ددې پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه ددې پیښې مسولیت چا ندی منلی، خو دمخه د داعش د تروریستي ډلې د خراسان څانګې د کابل په ښار او د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ورته چاودنو او بریدونو د کولو ادعاوې کړي.

XS
SM
MD
LG