د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د 'طالبانو له لورې' د یوې ښځې وژل او خبریالانو سره 'خشونت'


د مقتولې کورنۍ د هغې جسد له روغتون څخه د ولایت مقام په لوري یوړ
د مقتولې کورنۍ د هغې جسد له روغتون څخه د ولایت مقام په لوري یوړ

په کندهار کې یو شمېر سیمه ییز خبریالان ادعا کوي‌ چې طالبانو د هغې ښځې د جسد د انتقال په اعتراضیه لاریون کې له خبریالانو سره زور زیاتی کړی دی، چې «تېره ورځ یې ووژله».

په کندهار کې ځینو خبریالانو امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو د کندهار د چارسو په سیمه کې دا ښځه وژلې ده او دوې نورې یې ژوبلې کړې دي.

د وژل شوې ښځې زوی جانان ځایي خبریالانو ته ویلي دي چې «مور او دوې ورېندارګانې یې په بازار کې د واده لپاره سودا اخیستې وه، په ریکشاه کې ناستې وې او بېړه یې وه چې ژر کور ته ورسيږي، ریکشاه وان هم په یوطرفه سړک روان شوی، هلته وسله والو طالبانو ورته د درېدو ویلي او بیا یې پرې ډزې کړي دي.»

د کندهار د یو شمېر ځایي خبریالانو د معلوماتو په اساس د وژل شوې ښځې د کورنۍ غړو او عزیزانو نن یکشنبه فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) د کندهار د میرویس روغتون څخه د هغې جسد د ولایت مقام ته انتقالوه چې د دوی په وینا طالبانو خبریالان نه دې پرېښي چې په دې اړه راپورونه خپاره کړي‌‌، یا ویدیوګانې او تصویرونه یې واخلي.

په کندهار کې د میرویس روغتون سرطبیب ډاکټر نعمت محلي رسنیو ته تائید کړې ده چې تېره ورځ روغتون ته د یوې ښځې جسد او دوې زخمیانې انتقال شوي چې په خبره یې زخمیانې له روغتون څخه رخصت شوې دي.

ځینو خبریالانو دا ادعا کوله چې طالبانو ورته ګواښ کړی دی که یې د دې پېښې په اړه راپور ورکړ، له بدو عواقبو سره به مخامخ شي.

نا تائید شوي راپورونه وايي چې طالبانو یو-دوه خبریالان هم نیولي، ځورولي، وسائيل یې ترې اخیستي او وروسته یې بېرته پرېښي دي. د کندهار یو شمېر خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې احتجاج کړی دی او وايي چې هغوی په کندهار کې معلوماتو د لاسرسي څخه بیخي محروم کړل شوي دي. دوی دا کار د بیان او رسنیو په ازادۍ «تېری بولي او د مخنیوي‌ غوښتنه یې کوي.

امریکا غږ د ولایت مقام ته د وژل شوې ښځې د جسد د احتجاجي انتقال ویدیوګانې هم ترلاسه کړي دي. په ویدیو کې ښودل کېږي‌ چې یو شمېر کسان د دغې ښځې جسد له روغتون څخه پورته کوي او وروسته یې بیا انتقالوي او په لاره کې چیغې وهي: «موږ قاتل غواړو، موږ خپل حق غواړو». په شاوخوا کې وسله وال طالبان هم لیدل کېږي چې د خلکو سره یو ځای روان دي.

خبریالان وايي چې په کندهار کې د طالبانو مقاماتو د «مقتولې ښځې کورنۍ ته ویلي دي چې قاتل یې یې نیولی او قضیه به څېړل» کیږي. خو نور جزیات ورکړل شوي‌ نه دي.

تر دې دمه په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG