د لاس رسي وړ اتصالات

آریوبي: په اوکراین کې د افغان مهاجرینو او محصلینو سره مرسته کوو 


وروسته له هغې چې په اوکراین کې د یو شمیر افغان مهاجرو او محصلینو د بند پاته کیدو په اړه رپوټونه خپاره شول، د چک په پلازمینه پراګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د هغوی سره د مرستې لپاره ودانګل.

په چک کې د افغانستان د جمهوریت سفیر شهزاد آریوبي د افغانانو څخه وغوښتل چې د سفارت د وټس اپ اپلیکیشن یا ایمیل ادرس له لارې د دوی سره تماس ونیسي او خپل نومونه ثبت کړي.

ښاغلي آریوبی د امریکاغږ ته وویل چې د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې دی او په اروپا کې افغان سفیرانو هم له اوکراین څخه د افغانانو د ایستلو لپاره د همغږۍ یوه ډله جوړه کړې ده.

خو هغه زیاته کړه چې د هغو افغانانو سره چې د کابل څخه د امریکا د تخلیې په عملیاتو کې اوکراین ته انتقال شوي او د پاسپورت په څیر قانوني اسناد نلري، تر اوسه خبرې ندي شوي.

خو بیا هم ښاغلي آریوبی زیاته کړه چې دغه شمیر افغانان هم کولای شي په چک کې د افغانستان له سفارت سره په تماس کې شي تر څو هغو هیوادونو ته چې ټاکل شوې د هغوی کوربتوب وکړي تماس ونیول شي او هغوی وکړای شي چې له اوکراین څخه ووځي.

په اوکراین د روسېې د برید نه وروسته ددې هیواد یو شمیر وګړو ګاونډیو هیوادونو او امنو سیمو ته مخه کړې ده چې د هغوی په منځ کې په اوکراین کې یو شمیر اوسیدونکي افغانان هم شامل دي.

د امریکاغږ خبریال مطیع الله عابد له یو افغان سره چې امین تراب نومیږي خبرې کړي چې له اوکراین څخه پولنډ روان و.

یو شمیر افغان مهاجر چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د امریکا د تخلییې په عملیاتو کې اوکراین ته انتقال شوي وو وایي د اوکراین سرحدي ځواکونو د هغه هیواد څخه د هغوی د وتلو مخه نیولې ده.

اوکراین کې میشت افغان کډوال سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

دغو مهاجرو چې د افغانستان له جګړې څخه تښتیدلي او د یو ارام ژوند په لټه کې وو او س د سفر کولو له اسنادو پرته په اوکراین کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ګیر پاته دي.

حسیب الله نوري یو افغان مهاجر دی چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره دنده ترسره کړې. هغه د امریکاغږ ته وویل چې په کمپ کې د ځای پر ځای کیدو وروسته اوکرایني مقاماتو د هغوی پاسپورتونه اخیستي او په بدل کې یې یو سند دوی ته ورکړی چې پدې هیواد کې ترې استفاده وکړي.

هغه زیاته کړه چې له پاسپورت پرته یې هڅه کړې چې سلواک او پولنډ ته لاړ شي، خو په دواړو سرحدونو کې اوکرایني سرحدي ځواکونو ورته ددې هیواد څخه د وتلو اجازه نده ورکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت یو شمیر سفارتونه د جمهوریت د پرزیدو او د طالبانو له واکمن کیدو وروسته لاهم د افغانستان تر بیرغ او جمهوریت تر نامه لاندې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG