د لاس رسي وړ اتصالات

زیلنسکي: اوکراین له روسیې سره په جګړه کې 'یوازې پاتې' شوی


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د جمعې په ورځ فبروري ۲۵ (کب شپږمه) وویل چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید په وړاندې یوازې پاتې شوی دی.

د ښاغلي‌ زیلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسیې د پنجشنبې سهار وختي د اوکراین په وړاندې پراخ نظامي برید پیل کړ.

نوموړي د جمعې سهار وختي په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل:‌"موږ د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شوو."

نوموړي زیاته کړه:" څوک چمتو دي چې زموږ تر څنګ جګړه وکړي؟ زه څوک نه وینم. څوک چمتو دي چې اوکراین ته د ناټو د غړیتوب تضمین ورکړي؟ ټول ویریږي."

د فرانسې خبري آژانس د زیلنکسي له قوله ویلي دي چې د پنجشنبې له سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او ملکي اوکراینیان وژل شوي دي او ۳۱۶ نور ټپیان. دي.

د اوکراین جمهور رئیس همدارنګه زیاته کړه چې د روسیې "خرابکاره ډلې" پلازمینې کیف داخلې شوي، نوموړي د ښار له اوسیدونکو وغوښتل چې هوښیار ووسي او ګرځبندیز مراعات کړي.

جمهور رئیس زیلنکسي وویل سره له دې چې روسیه یې د لومړي نمبر هدف په توګه ګڼي، دی او کورنۍ یې په اوکراین کې دي.

زیلنسکي وویل:"هغوی غواړي د جمهور رئیس په لیرې کولو سره د اوکراین ویجاړ کړي.

پر روسیې د غرب بندیزونه

د اوکراین جمهور رئیس په داسې حال کې د روسیې د برید په وړاندې د یوازې پاتې کیدو خبره کوي چې د متحدیو ایالتونو په ګډون غربي هیوادونو پر مسکو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب پنځمه) پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل "پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به هغه (پوتین) او هیواد یې وګوري".

ښاغلي بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه تاثیرات ولري.

بایډن د جي اوه له مشرانو سره د خپلې پنجشنبې خبرو ته په اشارې وویل ټولو توافق وکړ چې د ډالر، یورو، پونډ او د جاپان له ین په وړاندې د روسیې د معاملاتو وړتیا محدوده کړي.

د امریکا جمهور رئیس وویل د ډیرو امریکایي سرتیرو او نظامي تجهیزاتو امر یې کړی او له دې سره به د روسیې د بریدو په وړاندې په بالتیک کې له خپلو متحدینو استونیا، لتویا او لیتوانیا ملاتړ وشي. هغه وویل چې واشنګټن به په ټول ځواک سره د ناټو له ساحې دفاع وکړي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونو په روسیې د سختو اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی خو ښاغلی بایډن وویل چې امریکایي سرتیري به اوکراین ته د روسیې سره د جګړې لپاره ونه لیږي.

بلخوا اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا د خپل هیواد پر پلازمینه کیف د روسیې د "ناوړه" راکټي بریدونو خبر ورکړ.

نوموړي د جمعې په ورځ فبروري‌ ۲۵ (کب شپږمه) د یوه ټویټ په کولو څرګنده کړې:"د وروستي ځل لپاره زموږ پلازمینې دا ډول حالت هغه مهال تجربه کړ چې نازي المان پرې برید وکړ. اوکراین هغه شر اچونکي "د جرمني نازیان" مات کړل او دا شریر "د روسیې نظامي برید" به هم مات کړي. پوتین منع کړئ. روسیه منزوي کړئ. ټول روابط بند کړئ. روسیه له ټولو ځایونو بهر کړئ."

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د پنجشنبې په سهار فبروري ۲۴ د اوکراین په وړاندې نظامي عملیات اعلان کړ او هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ د روسیې په چلند کې هر ډول مداخله به د داسې "پایلو لامل شي چې هغوی هیڅکله لیدلي نه وي."

پوتین ویلي دي چې د روسیې د نظامي عملیاتو هدف د هغه هیواد په ختیځ کې د ملکي وګړو د ساتنې په هدف د اوکراین غیر نظامي کول دي.

هغه له اوکرایني ځواکونو وغوښتل چې"ډیر ژر خپلې وسلې په ځمکه کیږي" او خپلو کورونو ته ستانه شي او له دې پرته به خپله اوکرایني سرتیري د وینې تویدنې عاملین ووسي.

XS
SM
MD
LG