د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکی: ممکن راتلونکې اونۍ واشنګټن کې افغان سفارت وتړل شي  


په واشنګټن ډي سي د افغانستان د سفارت ودانۍ
په واشنګټن ډي سي د افغانستان د سفارت ودانۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مقام تائید کړې چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت د سخت مالي فشار او د طالبانو له حکومت سره د روابطو د نشتوالي له کبله ښايي په راتلونکې اونۍ کې وتړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه مقام د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي‌ چې د افغانستان د سفارت دپلوماتان، مخکې له دې چې واېستل شي، یوه میاشت وخت لري چې په امریکا کې د پاتې کېدو لپاره د ویزو غوښتنه وکړي.

هغه وايي که دا دپلومان واېستل هم شي، افغانستان ته به نه انتقالېږي او بل درېیم هېواد ته به لېږدول کېږي، خو د درېیم هېواد نوم یې یاد نکړ.

شاوخوا ۱۰۰ دپلوماتان په واشنګټن کې په سفارت او په لاس انجلس او نیویارک کې په کونسلګریو کې کار کوي. دغه امریکایي مقام ویلي دي چې د دغو دپلوماتانو یوه-څلورمې برخې لا امریکا کې د پاتې کېدو غوښتنه نه ده کړې.

نوموړي ویلي دي: «د افغانستان سفارت له سخت مالي‌فشار سره مخامخ دی او بانکي حسابونو ته یې لاسرسی نشته.»

دغه چارواکي ویلي دي‌ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت « د افغانستان سفارت سره په همکارۍ په داسې یو شکل د سفارت د عملیاتو د بندولو په ترتیباتو اخته دی چې د چارو تر بیا پیېلدو پورې په متحدو ایالتونو کې د دپلوماتیک ماموریت ملکیتونه یې خوندي او وساتل شي.»

دې مقام دا خبره هم کړې ده چې «دوی په اوس وخت کې دا نیت نلري چې د طالبانو له لوري ګمارل شویو دپلوماتانو ته اعتبار لیکونه ورکړي.» هغه ویلي دي چې امریکا حکومت په واشنګټن کې د افغان سفارت د تړل کېدو په اړه له طالبانو سره بحث نه دی کړی.

طالبانو د ۲۰۲۱ داګست په میاشت کې واک ترلاسه کړ او تر دې دمه نړیوالې ټولنې د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی، هغوی هم تر دې دمه له افغانستان څخه بهر په دپلوماتیکو دستګاوو کنترول نه دی ترلاسه کړی او په اکثریت سفارتونو کې د جمهوریت د وخت ګمارل شوي دپلوماتان فعال او جمهوریت ته ژمن بلل کېږي. خو د دوی بانکي حسابونه تړل شوي‌ او په بانکونو کې شته سلګونه زره ډالرو ته لاسرسی نلري.

څه موده مخکې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت یوې سرچېنې امریکا غږ ته ویلي وو چې د امریکا حکومت په «سیټي بانک» کې د سفارت او دوو کونسلګریو حسابونه تړلي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دی، دی د جمهوریت د وخت دپلومات دی. طالبانو هم دغې څوکۍ ته خپل استازی معرفي کړی، خو ملګرو ملتونه نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG