د لاس رسي وړ اتصالات

فایق یو ځل بیا د تیر حکومت چارواکو باندې د فساد تورونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه


کرسی افغانستان در سازمان ملل متحد
کرسی افغانستان در سازمان ملل متحد

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان شارژدافیر او دایمي استازي د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) یو ځل بیا د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو د بانکي حسابونو او ملکیتونو په اړه د څېړونو غوښتنه کړې چې د نړیوالې ټولنې په مرستو کې په «فساد او اختلاس» تورن دي.

نصیر احمد فایق پرون چهارشنبه پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا رابلل شوي بېړنۍ غونډه کې وویل،هغوی د[افغانستان د حکومت پخواني چارواکي چې په فساد تورن دي]باید حساب ورسره وشي.

په ملګرو ملتونو د افغانستان د ارشد دپلومات دغه څرګندونې پر داسې مهال رامنځته کیږي چې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي ادارې مشر جان ساپکو ویلي چې سیګار د هغو تورنو په اړه پلټنې کوی چې ویل کیږي پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د اګست پر پنځلسمه له افغانستان څخه د وتلو پرمهال په میلیونونو ډالر وړي دي.

ښاغلي ساپکو تر دې مخکې له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې ویلي و چې د دغه تورنو په اړه یې له پخوانیو افغان چارواکو سره خبرې کړي دي او په خبره یې ټاکل شوې پایلې د روان کال په مارچ میاشت کې د متحده ایالاتو له کانګرس سره شریکې شي.

په کابل کې د روسیې سفارت د روسیې ددولتي رسنیو په ګډون یو شمېر نورو رسنیو راپورونه ورکړي و چې محمد اشرف غني د افغانستان له ارګ ماڼۍ څخه د وتلو پرمهال ۱۶۹ میلیون ډالر له خپل ځان سره وړي دي، هغه ادعا چې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر هم تائید کړې وه.

خو په کابل کې د روسیې سفارت او نورو حقیقي او حکمي اشخاسو تر دا مهاله په دې اړه هیڅ ډول کره شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي.

ښاغلي غني چې دمخه یې په یو ویدیویي پیغام کې دغه تورونه رد کړي وو او پدې هکله یې خپلواکو پلټنو ته تیاری ښودلی و د بي بي سي سره په مرکه کې وویل: "له هیواد نه مې هیڅ پیسې ندي ایستلي...نه یواځې دا چې د ښاغلي ساپکو له لورې پدې هکله د پلټنې هرکلی کوم بلکه زه غواړم یوه بله پلټنه هم وشي...خوشحالیږم چې پدې هکله له ما څخه هر ډول لازم تحقیق وشي، د هغې جملې څخه دا چې د درواغو د سنجش د الې څخه دې هم استفاده وشي او یا په هره بله بڼه چې لازم وي.

د افغانستان د بیاودانو لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش وویل چې سیګار زیات شمیر رپوټونه د یو شمیر افغان مقاماتو د فساد په اړوند ترلاسه کړي دي.

ښاغلي فایق د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د پخواني حکومت له چارواکو سره د حساب غوښتنه کړې وه، هغه وویل: "دا منصفانه نه ده چې په افغانستان کې دي ۳۸ میلیونه خلک وږې پاتې شي او میندې او پلارونه د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل اولادونه وپلوري، خو د تیر حکومت فاسد چارواکي دې د اروپايي هیوادونو او امریکا متحده ایالاتو په مجللو ماڼیو کې ژوند وکړي."

د راپورنو په اساس افغانستان په ۲۰۲۱ میلادي کال د ملګرو ملتونو د نوملړ له مخې د فاسدو هیوادونو په اووم قطار کې و.

XS
SM
MD
LG