د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا: د جیمز وب تلسکوپ له کهکشان یو حیرانوونکی تصویر استولی


د جیمز ویب فضايي تلسکوپ په واسطه اخیستل شوی تصویر
د جیمز ویب فضايي تلسکوپ په واسطه اخیستل شوی تصویر

د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي تحقیقاتو د ملي ادارې (ناسا) د جیمز وب فضايي تلسکوپ د اخیستل شوي تصویر کیفیت ساینسپوهان هک حیران کړي دي.

ناسا د چارشنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب۲۵) د جیمز وب تلسکوپ په واسطه یو ازماېښتي اخیستل شوی تصویر خپور کړ. په دغه تصویر کې ښودل کېږي چې ډېر لېرې یو ستوری د زرګونو نورو لرغونیو کهکشانونو له لوري وېشتل کېږي او پرې د کهکشانونو یو ډول بمبارد دی.

ناسا وايي دا کار یې د تلسکوپ د کیفیت د اندازه کولو او د هغه د شپږ ضلعي ۱۸ هېندارې د تنظیمولو په هدف وکړ چې له ځمکې څخه ۱.۶ میلیون کېلومېتر واټن کې دا منظم تصویر واخلي.

د دغې پروژې مدیران په دې باور دي چې د جیمز وب تلسکوپ د دوی تر وړاندوینو هم ډېر ښه کار کړی دي. ناسا تېره میاشت یو نژدې ستوري ته تللې وه او د تلسکوپ له هېندارو څخه یې ۱۸ مختلف تصویرونه ترلاسه کړي دي.

ساینسپوهان وایي چې د دغه ستوري د تصویر په لیدو هک حیران شوي‌ دي. دا ستوری د انسان د سترګو تر دید ۱۰۰ ځلې کم نور لري او له ځمکې څخه ۲۰۰۰ نوري کلونه واټن لري. هر نوري کال تقریبآ ۹.۷ تریلیون کیلومیتر دی.

د تلسکوپ د هېندارو د بڼو او کیفیت له کبله د دغه ستوري تصویر ډېر روڼ، څرګند او ښه سور راغلی دی. خو اصلي خبره د دغه ستوري تر شاه د نورو کهکشانونو موجودیت دی. ویل کېږي چې د دغه ستوري‌ ترشا لیدونکي کهکشانونه څو میلیارد کلونه زاړه دي.

ساینسپوهان هیله لري چې د جیمز وب تلسکوپ لېرې فاصلې په داسې بڼې مشاهده کړای شي او تېرو هغو وختونو ته وګرځي چې د « Big Bang-سترې چاودنې» پېښې ته څو سوه کالونه نژدې وي.

د دغه تلسکوپ په واسطه اخیستل شوي‌ تصویرونه د جون په وروستیو یا د جولاۍ په لومړیو کې ځمکې ته رسېږي. د جیمز وب تلسکوپ په څه باندې ۱۰ میلیارد ډالرو جوړ شوی چې د هبل تلسکوب ځای ونیسي.

دا تلسکوپ د ۲۰۲۱ د ډسمبر په په میاشت کې له جنوبي امریکا څخه فضا ته واستول شو او د ۲۰۲۲ د جنورۍ په میاشت کې خپل منزل ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG