د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ: ناټو د اروپا ختیځ ته ضربتي ځواکونه استوي


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري دریمه) په بروکسل کې وویل چې د ناټو د مشرانو د پنجشنبې په غونډه کې به ددې اتحاد په پیاوړتیا هوکړه وشي او د اروپا په ختیځ کې به په هوا، ځمکه او اوبو کې خپل پوځيان زیات کړي.

نوموړي وویل په دې برخه کې لومړی ګام، بلغاریا، هنګري، رومانیا او سلواکیا ته د ضربتي ځواکونو د څلورو ډلو استول دي.

د ناټو سرمنشي همدارنګه زیاته کړه، د ناټو مشران به د مسکو له خوا د اټومي، کیمیایي او نورو خطراتو د تهدیداتو په وړاندې د دردیدو په اړه توافق ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه:"هیله من یم چې متحدین د سایبري امنیت د همکارۍ او تجهیزاتو په ګډون د ډیر ملاتړ د برابریدو په برخه کې توافق وکړي څو د هسته یي، رادیولوژیکي، بیولوژیکي او کیمیایي تهدیداتو په مقابل کې د اوکراین د ساتنې په برخه کې مرسته کړې وي."

ټاکل شوېده د ناټو د پنجشنبې ورځې په غونډه کې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي په انلاین شکل خبري وکړي.

ښاغلي زیلینسکي له دې مخکې ویلي وو چې له غربي مشرانو توقع لري څو پر روسیې خپل بندیزونه او له اوکراین سره د خپلو مرستو تعهدات زیات کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل د اوکراین د اردو مقاومت د هغه هیواد د خلکو د ریښتیني عزم نتیجه ده او د اوکراین د نن ورځې اردو د تیرو اتو کلونو په پرتله کله چې روسیې کریمیه سیمه د خپلې خاورې برخه وګرځوله، پیاوړی شوی دی.

بلخوا د ناټو یو بل چارواکي د استخباراتي مسایلو په اړه د بحث په خاطر د نوم د نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې په اوکراین کې ۷۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ روسي پوځيان وژل شوي دي.

د ناټو سرمنشي وویل روسیه باید خطرناکه اټومي‌او غیر مسولانه څرګندونې ودروي او خبرداری یې ورکړ چې ناټو د خپلو متحدینو له حفاظت او دفاع لپاره هر وخت او هر ځای چمتو ده.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن نن چهار شنبې د بلجیم پلازمینې بروکسل ته ورسید، هغه ځای چې له خپلو ناټو او اروپايي متحدینو سره به وګوري.

تمه ده چې د امریکا جمهور رئیس به پر مسکو تازه بندیزونه ولګوي.روسیې تر اوسه په دې اړه غبرګون ښودلی ندی.

XS
SM
MD
LG