د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو زیلینسکي ته په خپله فوق العاده غونډه کې د وینا بلنه ورکړه


د ناټو یو چارواکي ویلي دي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي ته بلنه ورکړل شوې چې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) د ناټو په فوق العاده غونډه کې په هغه هیواد د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړي.

د ناټو دغه چارواکي د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دوهمه) وویل:" جمهور رئیس زیلنسکي ته بلنه ورکړل شوې چې د ناټو غونډې ته د ویډیو کفنرانس له لارې وینا وکړي."

یاد چارواکي زیاته کړه: "دا به د متحدو هیوادونو مشرانو ته یوه موقع وي چې له جمهور رئیس زیلنسکي څخه د هغه ناوړه وضعیت په اړه واوري چې د اوکراین وګړي د روسیې د برید له امله ورسره مخامخ دي."

د زیلنسکي ویاند سرهي نیکیفوروف دا تائید کړه چې د اوکراین جمهور رئیس به په دې غونډه کې ګډون او وینا وکړي.

انټرفاکس - اوکراین د هغه هیواد د ویاند له قوله ویلي چې زیلینکسي به په دې غونډه کې د روسیې د یرغل د پای ته رسیدو په برخه کې د مرستې د ترلاسه کیدو هڅه وکړي.

د اوکراین د جمهور رئیس ویاند زیاته کړې چې په دغې وینا کې به"د هوایي حریم بندېدو، له اوکراین سره د قوي هوایي دفاعي سیستم او هوایي چلند په برخه کې" د مرستو غوښتنه کوي.

د ناټو د نظامي تړون چارواکي وویل: "د ناټو متحدین له اوکراین سره د مهمو نظامي وسایلو مرسته کوي چې د ځان د دفاع په برخه کې د خپلو اساسي حقونو د پوره کیدو وړتیا ترلاسه کړي."

دا غونډه د جي-۷ او د اروپايي ټولنې له غونډې سره په یو وخت د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړیږي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۲ د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د ناټو د شرقي برخې د تقویت لپاره په دوامداره هڅو او همدارنګه د مارچ په ۲۴ د ناټو د فوق العاده غونډې په اړه خبري وکړې.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین په وړاندې د روسیې د حکومت د جګړې پر ضد د اتلانتیک د دواړو غاړو د قوي او یو موټي ځواب په ضرورت ټینګار وکړ او د ناټو د دفاعي پیاوړتیا په برخه کې یې د روانو هڅو هرکلی وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پوتین د وحشیانه جګړې په وړاندې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمني په برخه کې د واشنګټن په تعهد ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ناټو سرمنشي له اوکراین سره د بشري او امنیتي مرستو په اړه هم خبري اتري وکړې.

XS
SM
MD
LG