د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د سولې د خبرو غوښتنه کړې خو روسیه ادعا کوي د غږ څخه چټک توغندی یې وار کړی


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي شنبې مارچ ۱۹(کب۲۸) یو ځل بیا پداسې حال کې د مسکو سره د سولې د هر اخیزو خبرو غوښتنه کړې چې ها خواو روسیه ادعا کوي د لومړي ځل لپاره یې د اوکراین په جګړې کې د غږ څخه د چټک توغندي څخه کار اخیستی.

ښاغلي زلینسکي په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، "د ملاقات وخت را رسیدلی. د خبرو وخت دی. د دې وخت راغلی چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا او عدالت احیا شي".

د اوکراین جمهور رئیس پدې پیغام کې همدرانګه خبرداری ورکړی چې د که د سولې خبرې ونشي، د "روسیې زیان به داسې وي چې جبران کیدل به یې څو نسلونه ونیسي".

ښاغلی زلینسکي دا غوښتنه پداسې حال کې کوي چې د کیف او مسکو تر منځ په خبرو کې د روسیې د مرکچي هیت مشر ولادمیر مدینسکي د جمعې په ورځ د خبرو د بل پړاو غوښتنه وکړله او دا یې هم وویل چې په خبرو کې دیته نږدې شوي چې اوکراین د ناټو سره د یو ځای کیدو لپاره د خپلې غوښتنې تیر شي.

خو بل پلو بیا پدې خبرو کې د اوکراین مرکچي میخایلو پودولیاک په ټویټر کې لیکلي چې د هیواد دریځ یې ندی بدل شوی. هغه ویلي چې د اوربند، د عسکرو ایستل او ټینګو امنیتي ضمانتونو ورکول یې غوښتنې دي.

دا ټول پرمختګونه پداسې حال کې شوي چې روسیې ادعا کړې د لومړي ځل لپاره یې د اوکراین په جګړې کې د غږ څخه د چټکو توغندیو څخه کار اخیستی.

روسیې ویلي چې د توغندیو دا برید یې د جمعې په ورځ د اوکراین په لویدیځه برخه کې د ایوانو فرانک وسک په سیمه کې کړی او د ځمکې لاندې د توغندیو او مهماتو یوه سلاکوټ یې له منځه وړی.

که تائید شي د روان کال د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، دا به لومړی ځل وی چې روسیه په جګړې کې د دا ډول وسلو څخه کار اخلي.

خو د روسیې دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه هیچا نده تائید کړې.

د اوکراین د هوایي ځواک ویاند برید تائید کړ خو دا یې ونه ویل چې په برید کې د څه ډول توغندي څخه کار اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG