د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته د بایډن سفر؛ د لویدیځ اتحاد غښتلتیا او په مسکو د بندیزونو سختول


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن چهارشنبه مارچ ۲۳ (وري درېیمه) اروپا ته روان شو چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ځواب کې د لویدیځ اتحاد غښتلی او په مسکو باندې بندیزونه نور هم سخت کړي.

ښاغلي بایډن اروپا ته تر خپل دغه څلور ورځني سفر مخکې خبریالانو ته وویل چې د اوکراین په جګړې کې د روسیې له لوري د کیمیاوي‌ وسلو احتمالي‌ کارول «یو واقعي ګواښ» دی. هغه وویل چې په دې اړه به له اروپايي مشرانو سره مخامخ خبرې کوي.

داسې اندېښنې شته که په اوکراین کې روسیه له سخت مقاومت سره مخامخ شي، ممکن د اتومي او کیمیاوي وسلو کارولو ته مخه کړي.

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان خبریالانو ته وویل ښاغلی بایډن به هڅه وکړي چې له متحدینو او شریکانو سره یې رامنځ ته شوی «اتحاد غښتلی» کړي.

هغه همدغه راز وویل چې د روسیې د مالي ځواک د فلج کولو لپاره د لویدیځ متحدینو د شبکې له لوري لګول شوي ‌بندیزونه به نور هم «ډېر/ژور» شي.

ښاغلي سولیوان وویل چې د امریکا له متحدینو سره په ګډه به د روسیې په ضد یو لړ نور بندیزونه سبا پنجشنبه اعلانېږي. هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل خو ویې ویل یو هدف یې دا دی چې له بندیزونو څخه د روسیې د وتلو او تېښتې هېڅ ډول مشترکه هڅه موجوده نه وي.

ښاغلی بایډن به په دغه سفر کې د د ناټو، جي-۷ هېوادونو او د اروپا د شورا په غونډو کې برخه واخلي چې ټول تمرکز یې په اوکراین دی. هغه به پولنډ ته هم سفر کوي چې د اوکراین ګاونډی دی.

د امریکا د ملي‌ امنیت مشاور جک سولیوان له لویدیځ څخه اوکراین ته د وسلو مرستو او انتقال ته په اشارې وویل چې د روسیې په ضد د اوکراینیانو مقاومت بریالی دی، خو خبرداری یې ورکړ چې نباید د دغې جګړې د ژر ختمېدو او یا د روسیې د فکر بدلېدو په اړه دې مخکې له مخکې قضاوت وشي.‌

هغه وویل: «په اوکراین کې سختې ورځې را روانې دي، دا به د ځواکونو لپاره چې په لومړۍ کرښې کې جنګېږي او ولسي ‌خلکو لپاره چې د روسیې تر بمباریو لاندې دي، سختې وي. دا جګړې به دومره ژر او اسانه ختمه نشي.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی. ملګري ملتونه وايي تر دې دمه څه باندې درې میلیون اوکراینیان له خپل هېواد څخه وتلي دي او سلګونه ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

امریکا او اروپا په اوکراین د روسیې یرغل غندلی، له اوکراین سره یې بشري او پوځي مرستې پیل کړې او په روسیې باندې یې اقتصادي بندیزونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG