د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي اروپایي اتحادیې ته: ثابت کړئ چې په جګړه کې له مونږ سره یاست 


پداسې حال کې چې اوکراین باندې د روسیې د یرغل شپږ ورځې وشوې، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د اروپا پارلمان ته په یوه بیړنۍ ویدیویي وینا کې د اروپایي ټولنې څخه وغوښتل چې ثابته کړي چې په جګړه کې له اوکراین سره ولاړ دي.

ښاغلي زیلینسکي د سه شنبې په ورځ مارچ اوله (کب ۱۰) پداسې حال کې چې اوښکې یې له سترګو بهیدې وویل: "مونږ جنګیږو، چې د اروپا برابر غړی واوسوو. "

هغه د اروپا پارلمان ته په خطاب کې وویل: "ثابت کړئ چې له مونږ سره یاست. ثابت کړئ چې مونږ نه خوشې کوئ. ثابت کړئ چې واقعا اروپایي یاست او ژوند پر مرګ او رڼا پر تیارې به بریالۍ شي. اروپایي ټولنه به پر مونږ نوره هم غښتلې شي. "

ښاغلي زیلینسکي پداسې حال کې د اوکراین تر څنګ د اروپا د دریدلو د اثبات غوښتنه وکړه چې د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیف باندې د روسي ځواکونو په ډزو کې د سه شنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې رپوټ ورکړی چې پدغو بریدونو کې د ښار مرکزي میدان او اداري ودانۍ په نښه شوي دي. ښاغلي زیلینسکي پر خارکیف باندې د روسیې دغه بریدونه "جنګي جنایتونه" ګڼلي دي.

د روسیې د دفاع وزارت همداشان د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسي ځواکونو په کیف کې د اوکراین د استخباراتو ادارې په زیربنا باندې برید کوي او ددې ودانۍ د شاوخوا اوسیدونکو څخه یې غوښتي چې خپل کورونه خوشې کړي. له دې سره جوخت روسي ځواکونو د کیف ښار د نیولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

اوکرایني مقاماتو د خاکیف ښار په ګډون د روسیې پوځ د څو ښارونو د اوسیدنې پر ځایونو باندې په بریدونو تورن کړی دی، خو روسیې دغه ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو برید نه کوي. د اوکراین د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې د روسیې د بر ید له پیل راهیسې تر اوسه څه دپاسه ۳۵۰ ملکي اوکراینیان وژل شوي دي.

پدې ترڅ کې د روسیې د دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې روسي ځواکونه او د مسکو پلوي یاغیان د ازاف سیند د ساحل په اوږدو کې په یوه مهمه سیمه کې سره یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG