د لاس رسي وړ اتصالات

لګښتونه ډیر او مالي سرچینې کمې شوي: د کندهار معتادینو روغتون 


لګښتونه ډیر او مالي سرچینې کمې شوي: د کندهار معتادینو روغتون 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

په کندهار کې د معتادینو د درملنې د سل بستریز روغتون مسؤلین وايي چې په نشه يي توکو د روږدو کسان شمېر او لګښتونو یې زیات شوي دي خو  ماليي سرچېنې یې کمې او محدود شوي دي. 

په کندهار کې د معتادینو د درملنې د سل بستریز روغتون مسؤلین وايي چې په نشه يي توکو د روږدو کسان شمېر او لګښتونو یې زیات شوي دي خو ماليي سرچېنې یې کمې او محدود شوي دي.

د کندهار د معتادینو د درملنې د روغتون یوه مسؤل محمد صدیق وویل چې د ډیټاکس ناروغانو درملنې لپاره د پخوا په څیر امکانات نه لري، دا د معتادینو د درملنې هغه مرحله ده چې معتادین دوا او نورو امکاناتو ته ډیره اړتیا لري.

محمد صدیق وویل" له ډیرو مشکلاتو سره اوس مخ یو. غذايي رژیم چې پخوا یې قراردادیان وو اوس نشته. د دوا په هکله پخوا چې په ۴۵ ورځو کې مصرف کیده اویا نفره به وو. اوس په ۴۵ ورځو کې یو نیم سل کسان د محبس دي، چې دوا باید ورته ورسیږي. ځکه دا د ډیټاکس ناروغان دي."

د کندهار د معتادینو د درملنې لپاره ١٠٠ بستریز روغتون له تیرو لسو کلونو راهیسې پدغه ولایت کې فعالیت لري چي اوس یې د امکاناتو د محدودیت په وجه د درملنې بسترونه هم محدود بلل کیږي.

پدې روغتون کې ټول هغه کسان درملنه کیږي چې د کلنو راهیسي په نشو روږدي شوي.

د طالبانو د امنیتي کسانو لخوا د نورو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم په نشه يي موادو روږدي کسان راټول او د تداوۍ په موخه یاد روغتون او مرکزي محبس ته وړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG