د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستو لپاره ۴.۴ میلیارد ډالر غواړي


افغانانو سره مرسته
افغانانو سره مرسته

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو ټولولو د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې نن پنجشنبه مارچ ۳۱ (وري۱۱) اعلان وکړ چې د میلیونونو افغانانو سره د مرستو لپاره ۴.۴ میلیارد ډالر غواړي. دا تر ټولو زیاته مرسته بلل کېږي.

ملګري ملتونه وايي چې دا مرستې د افغانانو لپاره د خوراکي موادو، سرپنا، روغتیايي او نورو ضروري توکو لپاره غواړي. دا مهال د افغانستان ۲۴ میلیون نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه افغانستان د نړۍ یو تر ټولو بد بحران یادوي.

د ملګرو ملتونو د بشري او بېړنیو مرستو د چارو تنظیموونکی مارتن ګریفت څو ورځې په کابل کې تېرې کړې. هغه وویل چې د میلیونونه انسانانو ژوند په خطر کې دی. نوموړي وويل چې په کابل کې د ماشومانو یو روغتون ته هم ولاړ او هلته یې ډېر نوي زېږېدلي خوار او زار ماشومان ولیدل.
د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې چې امریکا او ناټو له افغانستان څخه وتلې او طالبان پرې حاکم شوي دي، له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې بندې شوې او ملګري ملتونه له افغانانو سره د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کوي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې وضعیت خراب دی، خلک بېکاره دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره له نورو پورونه اخلي. په دې سربېره افغانستان سږکال له داسې وچکالۍ سره هم مخامخ بلل کېږي چې په تېرو دریو لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

ملګري ملتونه په داسې حال کې له نړیوالو افغانستان سره د مرستو غوښتنه کوي چې یو شمېر هېوادونه په طالبانو باور نلري. په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له لوري د شپږم ټولګي ورپورته د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، ډېر هېوادونه د طالبانو په حکومت نور هم بې باوره شوي دي. ځکه چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به پرانیزي.

قطر له افغانانو سره د مرستو ټولولو د نړیوال کنفرانس په کوربنو کې راځي او په دې وروستیو کې له افغانستان سره د بشري او سیاسي چارو په تنظیم کې یې هم مهم رول لوبولی دی.

د قطر د صدراعظم مشاور مجید محمد الانصاري وویل چې دوی د نجونو د ښوونځیو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې او هیله لري چې هغوی په خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

نوموړي وویل: «موږ په دې تاکید کړی چې دا پرېکړه د افغانانو په بشري حقونو او د افغانستان په اقتصاد باندې اغیز لري. او موږ د طالبانو له حکومت سره په خبرو هم تاکيد کړي او دا مو ورته واضحه کړې ده چې دا پرېکړه د منلو نه ده او باید ژر تر ژره حل ورته پیدا شي.»

ملګري ملتونه وايي چې له طالبانو سره دې سیاسي اختلافات یوې خواته پرېښودل شي. دوی وايي چې د مرستو ټولولو هدف د افغانانو ژغورل او راتلونکي‌ لپاره هغوي ته هیلې بخښل دي.

XS
SM
MD
LG