د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت اضافه تسلیحات استوي


متحدو ایالتونو نن چهار شنبې اپریل ۱۲ (وري ۲۴) وویل چې له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په امنیتي‌ مرستې سربیره د تسلیحاتو او مهماتو مرسته کوي څو دا هیواد وکړای شي د روسیې د برید په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

جمهور رئیس جوبایډن د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره په یو ساعته ټلفوني مکالمه کې ددغې نوې مرستې په اړه معلومات ورکړل او وروسته سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل هغه تسلیحات چې واشنګټن کیف ته برابر کړي له روسیې سره یې په جګړه کې ویجاړونکی تاثیر درلود.

بایډن وویل په داسې حال کې چې روسیه په دونباس سیمه کې د برید د زیاتیدو لپاره چمتوالی نیسي، متحده ایالات کیف ته د وړتیاوو برابریدو ته دوام ورکوي.

اوکراین ته د ډیرو هلیکوپترو او وسلو د لیږلو په اړه د بایډن هوکړه وروسته له هغه وشوه چې جمهور رئیس زیلینکسي په یوه ویډیویي پیغام کې د ډیرو وسلو غوښتنه وکړه او ویې ویل:" آزادي باید له وسله وال ظلم څخه ښه ووسي. له ډیرو وسلو پرته به دا جګړه د وینو په بې پایانه حمام بدله شي او بدبختۍ، رنځ او ویجاړۍ به خپرې کړي."

جمهور ريیس بایډن وویل چې له اوکراین سره د لودیځ دوامداره تسلیحاتي‌ مرستې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین په مقاومت کې مهم رول لوبولی دی او د اوکراین د کنټرول لپاره یې د پوتین د ابتدایي جګړې له ناکامه کیدو سره مرسته کړېده. بایډن وویل"اوس نشو کولی ارام پاتې شو."

دا په داسې حال کې ده چې نن د پولنډ، لتوانیا ، لتویا او استونیا جمهورو رئیسانو چې د ناټو غړي هیوادونه دي او له اوکراین سره پوله لري، له اوکراین څخه د ملاتړ د څرګندولو لپاره، د ریل ګاډي په مرسته کیف ته ولاړل.

ددغو څلورو هیوادونو مشران اندیښنه لري که روسیه اوکراین ونیسي، مسکو به پر هغوی هم برید وکړي.

د فبروري له ۲۴ نیټې څخه پر اوکراین د روسیې د برید له پیله د ملکي وګړو په ګډون په زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي او په میلیونونه نور د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG