د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: امریکا معتبر معلومات لري چې روسیه ممکن اوکراین کې 'کیمیاوي مواد' وکاروي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) وویل متحده ایالت "موثق معلومات" لري چې روسیه ممکن د اوکراین د کلابند شوي ماریوپول ښار د نیولو لپاره کیمیايي مواد وکاروي.

دغه جګپوړي امریکایي دیپلومات وویل دی په داسې موقف کې ندی چې په دغه ښار کې د مسکو له خوا د کیمیاوي وسلو د کاریدو ادعاوي تائید کړي.

خو نوموړي زیاته کړه:" موږ معتبر معلومات لرو چې روسي ځواکونه د ماریوپول ښار د نیولو په برید کې ممکن د تاوتریخوالو د کنټرول مختلف مواد چې له کیمیاوي‌ موادو سره ګډ اوښکي‌ بښونکی ګاز هم شامل دي وکاروي، کوم چې کولی شي د اوکرایني پوځيانو او ملکي‌ وګړو د کمزورۍ او ناتوانۍ لامل شي."

ښاغلي بلینکن خبریالانو ته وویل دغه معلومات له اوکراین سره شریک کوي او اوس له خپلو شریکانو سره په خبرو کې دي څو معلومه شي واقعا څه پيښیږي، نوموړي زیاته کړه دا واقعي اندیښنه ده.

د لومړي ځل لپاره راپورونه د دوشنبې په ورځ خپاره شول چې روسي ډرون الوتکو په ماریوپول ښار کې پر اوکرایني ځواکونو او ملکي کسانو یو ډول زهري مواد اچولي‌ دي.

اوکرایني ځواکونو ادعا کړې چې خلک له تنفسي ستونزو او عصبي مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د اوکرایني ځواکونو د یوه کنډک قومندان انډرې بلیټسکای په یوه ویډیویي پیغام کې ټلیګرام ته ویلي دي:"درې کسان د جنګي کیمیایي وسلو د کاریدو له امله د مسمومیت روښانه علایم لري.خو له فاجعه رامنځ‌ ته کوونکو عواقبو پرته."

د فرانسې خبري‌ آژانس ونه توانید دغه ادعاوي چې د اوکرایني قانون جوړونکو له خوا شریکې شوي تائید کړي.‌

ماریوپول ښار د څو اوونیو راهیسې محاصره دی او اوکرایني ځواکونه یې په نږدې وختونو کې د سقوط خبرداری ورکوي.

XS
SM
MD
LG