د لاس رسي وړ اتصالات

جنګي جرایم، بشریت ضد جنایت او نسل وژنه سره څه توپیر لري؟ 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په اوکراین کې د روسیې جګړه «نسل وژنه» بللې او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین یې تورن کړی چې د «اوکراین د نابود کولو» هڅه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیرزیلینسکي د ولسي خلکو د ځینو ډله ایزو قبرونو له موندلو وروسته، روسیه په اوکراین کې په «نسل وژنې» تورنه کړې او د ماریوپول ښارګوټي محاصره یې «بشریت ضد جنایت» بللی دی.

په دغه راپور کې یو لړ جدي پېښو ته کتنه شوې ده چې د څېړلو لپاره یې د جرمونو نړیواله محکمه [هاګ] جوړه شوې ده. روسیه او اوکراین دواړه د نړیوالو جرمونو د محکمې غړې نه دي. خو اوکراین په ۲۰۱۴ کې د روسیې له لوري د کریمیه له اشغال وروسته د جنګي جرمونو د پلټنې لپاره ومنله چې د هاګ محکمې د صلاحیتونو په ساحه کې وشمېرل شي.

د هاګ محکمه ۱۲۳ غړي دولتونه لري او د همدغه روان کال د مارچ په دویمه نېټه یې په اوکراین کې د جنګي جرمونو د ادعاو په اړه پلټنې پیل کړې.

جنګي جرایم

جنګي جرایم هغه حالت ته ویل کېږي چې په وسله والو شخړو کې د ولسي او نظامي خلکو نړیوال بشردوستانه حقونه په کې تر پښو لاندې کېږي.

د روم میثاق په اتمه ماده کې د جنګي جرایمو په اړه حد او حدود ټاکل شوي او د همدغه سند په اساس په ۱۹۹۸ کې د جرمونو نړیواله محکمه جوړه شوه.

د روم تړون او میثاق «لویې سرغړونې» تشریح کړي چې د ژنیو د ۱۹۴۹ په کنوانسیون کې ذکر شوي او د وژلو، شکنجه کولو، جنسي تېري، یرغمل نیولو او په بشردوستانه ماموریتونو باندې د بریدونو په ګډون څه باندې ۵۰ موارد رانغاړي.

د روم د میثاق په اتمې مادې کې همدغه راز په ولسي خلکو باندې عمدي بریدونه یا «په ښارونو، کلیو، استوګنو او هغو ودانیو چې بې دفاع ولسي خلک په کې وي او نظامي هدفونه نه وي» بریدونه او د یوې سیمې او قلمرو «د ټول جمعیت او یا یې د یوې برخې د اېستلو یا انتقال» شامل دي.

د اوکراین حکومت ادعا کوي چې د جنګي جرایمو په اړه یې ۵۶۰۰ شکایتونه راټول کړي چې ښيي روسي عسکرو د فبرورۍ له ۲۴ راپدېخوا په اوکراین کې جنګي جنایتونه کړي دي.‌

بشریت ضد جنایت

د بشریت ضد جنایت لومړۍ پېښه د ۱۹۴۵ د اګست په اتمه وشوه او بیا د روم تړون په اوومې مادې کې زیاته شوه.

په «غیر نظامیانو باندې لوی او منظم بریدونه» چې «قتل، نابود کول، اسیر کول، او د جمعیت اخراج او جبري ‌انتقال» په کې شامل دی، د بشریت ضد جنایت بلل کېږي.

بشريت ضد جنایت د سولې په وخت کې هم پېښېدای شي چې شکنجه، جنسي تېری، نژادي، قومي، فرهنګي، مذهبي او جنسي تبعیض په کې شامل کېږي.

نسل وژنه

نسل وژنه یو حقوقي مفهوم دی چې تاریخ یې د نورمبرګ د محکمې یوې قضیې ته ورګرځي. په هغې قضیې کې د پولنډ یو یهودي مدافع وکیل رافایل لمکین په محاکمې کې د جرمني نازیان د شپږ میلیون یهودانو په «نسل وژنې» تورن کړل.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ د نسل وژنې د کنوانسیون په اساس نسل وژنه رسمآ تعریف شوې ده. د دغه کنوانسیون د تعریف په اساس « هغه کړنې چې د یو ملت، قوم، نژاد او مذهبي ډلې د ټول جمعیت یا یوې برخې د نابود کولو» لپاره ترسره کېږي، «نسل وژنه» ده.

د هالنډ د لیدن پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاده سیسیلي روز وايي چې نسل وژنه «یو مشخص نړیوال جرم» دی چې د هغې په خبره ثابتول یې ځکه سخت دي چې د دغو وژنو«فکري انګیزه» باید ثابته شي.

د یرغل او تهاجم جرم

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۷ کې د یرغل او تهاجم جرم تعریف کړ چې د بل هېواد «په ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي استقلال»‌ باندې بریدونه په کې شامل دي.

د دغه جرم د تعریف او پېژندلو هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي سیاسي او پوځي مشران د خپلو یرغلونو له کبله وپوښتل شي.

مګر له تعریف د هغو لسګونو هېوادونو لپاره نشي کارول کېدای چې د جرمونو د نړیوالې محکمې غړي نه دي او په غیر غړو هېوادونو کې یې د جنګي جنایاتو د تحقیق لپاره یې د دغې محکمې صلاحیت نه دی منلی.

د حقوقي چارو یو شمېر نړیوال کارپوهان په دې باور دي چې د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین په ضد د داسې یوې قضیې برابرول ښايي د اوکراین لپاره د یوې ځانګړې محکمې جوړولو ته اړتیا ولري.

دا راپور د فرانسې د خبري اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

XS
SM
MD
LG