د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: روسیه خپلو اهدافو ته تر رسیدو پورې پر اوکراین برید ته دوام ورکوي


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) وویل پر اوکراین به د روسیې برید تر هغه دوام ولري څو یې اهداف نه وي ترلاسه شوي او برید د پلان له مخې پر مخ ځي.

خو اسوشیتډ پرس لیکلي وروسته له هغه چې روسي ځواکونه د اوکراین پلازمینې کیف شاوخوا سیمو کې ناکام شول او اوس یې ډیر تمرکز په شرق کې د دنباس سیمې ته اړولی دی، چیرې چې اوکراین د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ وویل د هغو ادعاوو په اړه څیړنې کوي چې په ځواکونو یې یو ډول مسموم کوونکې مواد اچول شوي دي.

دا تر اوسه معلومه نده چې دغه مواد به څه وي خو غربي‌ چارواکو خبرداری ورکړی چې د روسیې له خوا به د هر ډول کیمیايي وسلې کارول دغه ویجاړونکې جګړه لاپسې زیاته کړي.

غربي چارواکي وایي روسیې د فبروري په ۲۴ نیټه په اوکراین په دې هدف برید پیل کړ چې کیف به نیسي، حکومت به ړنګوي او د مسکو ملګری رژیم به رامنځ ته کړي.

د اسوشیتډ د راپور په اساس پر اوکراین د شپږو اوونیو راهیسې په دغه پیل شوي برید کې احتمالا په زرګونه روسي پوځيان وژل شوي دي، هغه پوځيان چې د ملکي وګړو په وژلو او نورو جنایاتو تورن دي.

پوتین د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ وویل چې پر اوکراین برید د هغه هیواد په ختیځو برخو کې د خلکو د ساتل کیدو په هدف پیل شوی ، هغه سیمې چې د روسي پلوو یاغیانو تر کنټرول لاندې دي. پوتین د برید بل هدف خپله د روسیې د امنیت په اړه ډاډ وښودلی دی.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وویل، روسیې "بل انتخاب نه درلود" مګر دا چې د هغه په وینا "خاص نظامي عملیات" پیل کړي. پوتین وویل دا عملیات به تر هغه دوام وکړي څو ټاکل شوي اهداف په بشپړ ډول ترلاسه شي.

راپورونه وایي چې روسیې ځواکونه اوس پر دنباس سیمه چې د اوکراین په شرق کې ده د پراخ نظامي برید لپاره تیاری نیسي، هغه سیمه چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسي پلوو بیلوتون غوښتونکو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ پکې جګړه روانه ده.

روسیې څه وخت وړاندې د بیلتون غوښتونکو دغه سیمې په رسمیت وپيژندلې.

پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه غربي هیوادونو په ځانګړي ډول متحدو ایالتونو تر اوسه څو ځله پر روسیې بندیزونه لګولي دي.

پر دې سربیره امریکا له اوکراین سره د مالي مرستو تر څنګ د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو هم مرسته کړېده.

بلخوا د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي په تیرو دوو ورځو کې تل ویلي دي چې روسیه احتمالا د ډیرو ښارونو د نیولو لپاره ممکن کیمیاوي وسلې وکاروي او له دې امله اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د روسیې په وړاندې خپل اقدام ګړندی کړي.

XS
SM
MD
LG