د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د عواقبو په اړه خبرداری ورکړ 


د ناټو تړون
د ناټو تړون

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) خبرداری ورکړ چې که فنلنډ او سویډن د شمالي اتلانتیک دفاعي تړون (ناټو) کې شامل شي، د نه ویلو وړ "پایلو" سره به مخامخ شي.

پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د ۲۴مې پوځي یرغل ددې سبب شو چې فنلنډ او سویډن د ناټو په تړون کې شاملیدلو ته لیوال شي. دغو دواړو هیوادو د اوږدې مودې راهیسې د پوځ د ناپیلتوب پالیسي خپله کړې وه. نظر پوښتنو ښودلي چې ددغو دوو هیوادونو اکثریت وګړي اوس په ناټو سازمان کې شمولیت ته لیوال دي.

فنلنډ په روانه اونۍ کې وویل چې په راتلوونکو اونیو کې تصمیم نیسي چې په ناټو تړون کې د غړیتوب لپاره درخواست ورکړي او که نه او سویډن هم پدې بحث کوي چې د ناټو سره یوځای شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «انتخاب د سویډن او ناروی په مقاماتو پورې اړه لري. خو دوی باید زمونږ د دوه اړخیزو اړیکو او په عمومي توګه د اروپا د امنیت لپاره ددغه ډول اقدام په عواقبو پوه شي.»

میرمن زخارووا وایي په ناټو تړون کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب «د دوی د نړیوال حیثیت د غښتلي کیدو سره مرسته نه کوي». هغې زیاته کړه چې ددغو دوو هیوادو د ناپیلتوب پالیسي دوی ته « د ډاډ وړ کچه امنیت برابر کړی» پداسې حال کې چې په یو پوځي تړون کې غړیتوب «د دوی د ملي امنیت د غښتلي کولو جوګه» ندی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا پدې صورت کې به «دوی په اتوماتیکه توګه د ناټو په لومړۍ لیکه کې واقع شي.»

د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مډویډیف هم د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که فنلنډ او سویډن د ناټو سره د یوځای کیدو تصمیم ونیسي، روسیه خپلې اټومي وسلې د دریو بالتیک او سکندونیایي هیوادونو ته نژدې ولیږدوي.

فنلنډ چې ۵.۵ میلیون نفوس لري د روسیې سره د اروپایي ټولنې تر ټولو اوږد ۱۳۴۰ کیلو متره سرحد لري، پداسې حال کې چې سویډن د روسیې سره هیڅ ګډه پوله نلري.

XS
SM
MD
LG