د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن اوکراین ته د یو لوړ پوړي ‌امریکايي چارواکي په استولو غور کوي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري۲۵) وویل چې اوکراین ته د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په استولو فکر او غور کوي.

د دغه لوړ پوړي چارواکي، چې لا یې نوم څرګند شوی نه دی، استول به د اوکراین محاصره شوي ولس سره د امریکا تعهد نور هم څرګند کړي.

ښاغلي بایډن په دې اړه چې ایا اوکراین ته به لوړ پوړی امریکايي چارواکی استوي که نه؟ د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ دا پرېکړه اوس کوو.» ښاغلي بایډن له دغه خبریال سره ټوکې وکړې: «تاسو هم چمتو یاست چې ولاړ شئ؟» خبریال بېرته ځواب ورکړ: «تاسو هم ځئ؟» ښاغلي بایډن وویل: «هو.»

ولسمشر بایډن په دې اړه نور معلومات ورنکړل خو د اوونۍ په پیل کې د سپېنې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي وو چې په خپله ولسمشر بایډن اوکراین ته د سفر کوم پلان نلري.

څو ورځې مخکې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په ناببره توګه اوکراین ته ولاړ او همدغه راز د اروپا ځينو نورو مشرانو هم اوکراین ته سفر وکړ.

ښاغلی بایډن داسې مهال اوکراین ته د یو لوړ پوړي ‌امریکایي چارواکي‌ د استولو خبره کوي چې اوکراین د روسیې د یوې جنګي بېړۍ د وېشتلو ادعا کړې خو د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په بېړۍ کې دننه د اور لګېدو له کبله د کنترول کېدونکي میزایل «مسکوا» چاودېدونکي مواد چاودلي‌ دي.

وايي د بېړۍ مهمې وسلې ویجاړې شوې نه دي او هڅه کېږي چې بېړۍ بېرته ساحل ته انتقال کړل شي. خو د «اودیسه» والي وايي چې اوکراین دا بېړۍ په میزایلو وېشتلې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي‌ سي ان ان ته وویل: «په بېړۍ کې یوه چاودنه شوې ده... موږ مطمین نه یو چې هلته رېښتیا څه پېښ شوي‌. موږ دا ارزیابي چې هلته یوه چاودنه شوې ده-لږ تر لږه یوه چاودنه- یوه لویه چاودنه چې بېړۍ ته یې ښه زیان اړولی دی.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پيل کړ. امریکا او ناټو په روسیې باندې قوي‌ بندیزونه لګولي‌ او له اوکراین سره یې بشري او پوځي مرستې کړي چې د روسیې په مقابل کې ودرېږي.

اوکرایني چارواکي وايي روسي عسکرو زرګونه کسان وژلي او په اوکراین کې یې جنګي جنایتونه کړي‌ دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې روسیې په اوکراین کې «نسل وژنه کړې» او پوتین غواړي چې اوکراین نابود کړي.

روسي چارواکو د خپلو عسکرو له لوري‌ په اوکراین کې د ولسي خلکو د وژلو خبرونه رد کړي‌ او په دې اړه یې خپاره شوي‌تصویرونه «جعلي» بللي دي.

XS
SM
MD
LG