د لاس رسي وړ اتصالات

په الاقصی جومات کې په نښته کې لږ تر لږه ۱۵۳تنه ټپیان شوي 


عکس- ارشیف: د الاقصی جومات
عکس- ارشیف: د الاقصی جومات

د فلسطین د سرې میاشتې ادارې د جمعې په ورځ اپریل ۱۵مه (وري ۲۶) وویل چې د بیت المقدس د الاقصی جومات په انګړ کې د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ په نښته کې څه دپاسه ۱۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

د اسرائیل پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سلګونو فلسطینیانو د سهار د لمانځه وروسته د یهودانو پر عبادت ځای باندې د تیږو او پټاکیو ګوزارونه کړي دي.

د اسرائیل پولیس وایي په لسګونو نقاب لرونکي سړي چې مخونه یې په نقاب پوښلي وو او په چاودیدونکو توکیو او پټاکیو سمبال وو، د الاقصی جومات انګړ ته ننوتل او بیا د ندبه د لویدیځ دیوال په لور یې چې د یهودانو تر ټولو سپیڅلی عبادت ځای دی، تیږې وورولې.

دا د روژې د میاشتې د پیل راهیسې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ لومړنۍ نښته ده.

عیني شاهدان وایي اسرائیلي ځواکونو د فلسطینیانو پر وړاندې د رابړي مرمیو او د صوتي لاسي بمونو څخه استفاده کوله او فلسطینیانو پر دغو ځواکونو تیږې ورولې.

د فلسطین سرې میاشتې ویلي چې ۱۵۳ ټپیان روغتون ته انتقال شوي او په لسګونو نور د پیښې په ځای کې تداوي شوي. د فلسطین د زندانیانو ټولنې ویلي چې ددغې پیښې په ترڅ کې شاوخوا ۴۰۰ تنه اسرائیلي ځواکونو نیولي دي.

دغه نښته په اسرائیل او لویدیځه غاړه کې د دریو اونیو وژونکي تاوتریخوالي وروسته پداسې حال کې کیږي چې د روژې میاشت، د یهودانو د پسح اختر او د مسیحیانو پاک اختر سره په یو وخت راغلي دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ییر لاپید ، وویل چې دا شورش د منلو ندی او زیاته یې کړه چې اجازه باید ورنکړل شي چې دغه سپیڅلې ورځې په کرکه او تاوتریخوالي واوړي.

په منځني ختیځ کې د ملګرو ملتونو د سولې ځانګړي استازي تورونسلند، د دواړو خواو څخه وغوښتل چې ارام شي او د سخت دریځو له نورو تحرکاتو مخنیوی وکړي.

د مارچ د ۲۲ راهیسې شاوخوا ۱۴ اسرائیلیان په مختلفو بریدونو کې وژل شوي. همداشان د فرانسې خبري اژانس ویلي چې پدغه موده کې د بریدګرو په ګډون شاوخوا ۲۲ فلسطینیان هم وژل شوي دي.

د جمعې د ورځې د نښتو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبد القهار بلخي په یو ټویټ کې د الاقصی په جومات کې د ملکي فلسطینیانو پر وړاندې د هغه په وینا د «اشغالګرو» له لورې تاوتریخوالی سخت غندلی دی او په خپل پیغام کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د فلسطینیانو د بشري حقونو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG