د لاس رسي وړ اتصالات

راټول کړي اپین به مو په ښه بیه خرڅ شي: کروندګر 


راټول کړي اپین به مو په ښه بیه خرڅ شي: کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د سږني کال کوکنار حاصل ته رسیدلي او د کوکنارو کروندګرو یې د اپينو په راټولولو بوخت دي. 

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د سږني کال کوکنار حاصل ته رسیدلي او د کوکنارو کروندګرو یې د اپينو په راټولولو بوخت دي.

کوکنارو یو بزګر شاه ولي چې په سره رود کې یې سږ کال په خپله ځمکه کوکنار کرلي دي اوس د کوکنارو په نیښ وهلو بوخت دی او وايي، چې راټول کړي اپین به یې په ښه بیه خرڅ شي.

شاه ولي وايي: ”تراوسه مې یو من اپین را ټول کړي. نرخ یې قیمت دی. له غنمو مونږ ته ښه راځي“.

د ننګرهار دغه کروندګر وايي، د اپینو په پېسو به خپل پورونه خلاص کړي.

دی وايي، تېر شاو خوا شل کاله سره رود ولسوالۍ کې کوکنار نه و کرل شوي، چې اوس د طالبانو ورته اجازه ورکړې ده.

هغه وویل:”دا تیر حکومت دا شل کاله بند کړي وو. سږ کال چې طالبان راغلل نو ما ویل چې دا خلک دا شی نه منعه کوي“.

له شاه ولي سره د کوکنارو په آپینو را ټولولو کې درې تنه مزدوران هم په کار بوخت دي، چې د ورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکوي.

د هغه په خبره، چې کوکنار د ماذدیګر له لورې پچک یا نېښ کوي او بیا سهار وخته ترې د آپینو په را ټولو شروع کوي. تر څو د کوکنارو په غوزو کې ډېر وچ نه شي.

له دوی سره آن واړه ماشومان هم د آپینو په را ټولو کې مرسته کوي، خو د خبرو کولو اجازه يې را نه کړه او یوازې ویډیو کې مو واخیستل.

د طالبانو مشر ددې میاشتې په سر کې په افغانستان د کوکنارو کښت بند کړی خو تراوسه یې د عملي اقداماتو څرک نه لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG