د لاس رسي وړ اتصالات

واک ته تر رسیدو ورسته طالبانو د لومړي ځل لپاره خلک په درو ووهل


 
 

د طالبانو سترې محکمې د لومړي ځل لپاره واک ته د یادې ډلې تر رسیدو وروسته اوه کسان د موټرونو د غلا او د شرابو د خرڅولو او څښلو په ګډون د مختلفو جرایمو له امله د درو په وهلو محکوم کړل.

د طالبانو د سترې محکمې د بیانیې له مخې، دغو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له دې مخې هر یو په ۳۵ درو وهل محکوم شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې یوه چارواکي عبدالبشیر مشعل ویلي دي چې دا کسان د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) کابل ښار کې مجازات شوي دي. یادې محکمې پنځه نور کسان په شپږ میاشتې زندان محکوم کړي دي.

د راپورونو له مخې، طالب جنګیالیو له پخوا څخه تر اوسه پورې خلک د محاکمې د حکم پرته محکوم او په درو وهلي‌ دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره، دې ډلې تر اوسه د څلورو کسانو جسدونه چې د هغوی په وینا په سړي تښتونو کې لاس درلود د هرات ښار په څلور لارو کې ځوړند کړي‌ دي او حد اقل د غلا په تور یې دوه کسان په کابل ښار کې ګرځولي او په یو بل مورد کې یې د هغوی مخونه تور کړي دي، هغه کار چې طالبانو تیر ځل هم د خپلې واکمنۍ پرمهال کاوه.

له دې مخکې د طالبانو د ډلي یوه بنسټ ایښودونکي او د یادې ډلې د پخواني‌ رژیم د عدلیې سرپرست وزیر ملا نورالدین ترابي ویلي وو چې یاده ډله به هغه سخت قوانین بیا عملي کړي چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې عملي‌ کیدل.

د جلال آباد یوه اوسیدونکي امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو په لومړي رژیم کې د ملا ترابي ساتونکو هغه ځکه په ۲۰ درو وواهه چې خپله ږیره یې یو څه لنډه کړې وه.

شپیته کلن ترابي‌چې اوس د طالبانو په دې رژیم کې د زندانونو د ادارې رئیس دی د طالبانو د پخواني‌ رژیم د کارونو څخه په ملاتړ ویلي:"د غلو د لاسونو پرې کول د امنیت لپاره ډیر ضروري دي."

د طالبانو اوسني حکومت تر اوسه له شپږم ټولګي پورته افغان نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي او له څو وزارتونو پرته، میرمنې له کاره منع دي او ویلي دي چې هغوی له محرم پرته سفر نشي کولی.

طالبانو له دې مخکې په علني ډول د مرګ، د لاسونو د پرې کولو او د سنګسار مجازات تطبیق کړي دي.

طالبانو پر افغانستان له دویم ځل واکمني وروسته ژمنه کړې وه چې د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ په نسبت به له خلکو سره نرم چلند کوي خو د راپورونو پر اساس، دې ډلې حتی د دولت مامورینو ته ویلي دي چې د خولیو او د ږیري له پریښودلو پرته دفترونو ته تللی نشي.

په ورته وخت کې متحده ایالات او د نړۍ نور هیوادونه د طالبانو پر لفظي ژمنو بې باوره دي او تل یې ټینګار کړی دی چې یاده ډله باید د همه شموله حکومت، د بشري‌ حقونو او د میرمنو د حقونو د درناوي په برخه کې عملي‌ ګامونه پورته کړي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانس پرس او اسوشیټد پرس له راپورونو استفاده شوې ده

XS
SM
MD
LG