د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې 'د خبریالانو د نیونو او شکنجې' پر پای ته رسولو ټینګار


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بیان ازادۍ کور د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو تر څنګ وايي، طالبانو پر افغانستان د خپل اته میاشتني حاکمیت پر مهال څه باندې ۸۰ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي نیولي، وهلي او ګواښلي دي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ اپرېل ۲۰ (وري ۳۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالبانو په تازه پېښه کې تیره ورځ د راه فردا تلویزیون خبریال علي رضا شهیر د کابل لوېدیځ کې نیولی او وهلی دی.

علي رضا شهیر هم په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي کله چې هغه د کابل لویدیځه څنډه کې د تیرې ورځې چاودنې په اړه د راپور ورکولو په مهال طالبانو نیولی او وهلی دی.

د بیان د ازادۍ کور همدارنګه د اریانا تلویزیون د پخواني همکار محب جلیلي نیولو ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې د هغه پر بدن د شکنجې اثار لیدل کیږي. خپله جلیلي هم ویلي وروسته تر هغه چې د نوموړي د نیولو مسئله رسنیو ته را ووتل یو ځل بیا د طالبانو د استخباراتو لخوا په «مرګ» ګواښل شوی دی.

دغه بنسټ زیاتوي چې طالبان پر رسنیو د فشارونو په راوړلو او خبریالانو په نیولو او ګواښلو سره په ښکاره ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي او ټولنیزو رسنیو له قانون څخه سرغړونه کوي.

یاد بنسټ ویلي چې په تیرو اتو میاشتو کې پر رسنیو د محدودیتونو له امله څه کم ۶۵۰۰ خبریالان او درسنیو کار کوونکو هم خپلې دندې پريښي دي.

د بیان ازادۍ بنسټ د معلوماتو په اساس په دغه موده کې په ټول هیواد کې ۲۳۰ انځوریزي، غږیزي او چاپي رسنۍ بندې شوي دي. که څه هم یاد بنسټ د یادو رسنیو د بندېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې ویل کېدل چې اکثره رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې طالبانو تر دا مهاله په دې اړه هیڅ ځواب نه دی ویلي او همدارنګه یې د خبریالانو او بیان ازادۍ سره په چلند کې کوم مثبت تغیر نه دی راغلی.

په اعلامیه کې راغلي: "د بیان ازادۍ کور د رسنیو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، او اروپايي ټولنې له استاوزلۍ څخه غواړي چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان هیر نکړي او له هرې ممکنې لارې پر طالبانو فشار راوړي چې د بیان ازادۍ ته د بشر د یو بنیادي حق او د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو په توګه احترام وکړي."

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د بیان ازادۍ کور د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې ټولې رسنۍ باید د قانون مطابق فعالیت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) تر دې مخکې د طالبانو لخوا د خبریالانو په خپل سر نیونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي و چې د رسنیو وېرول پای ته ورسوي.

یوناما ویلي و چې د طالبانو له خوا د ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکونکو دخپلسرو توقیفونو د کمیدو کومه نښه نه ښکاري او په خبره یې په دغسې مواردو کې توقيف شوي له بهرسره د اړيکې نيولو اجازه نلري.

XS
SM
MD
LG