د لاس رسي وړ اتصالات

ملا ترابي: د طالبانو د پخواني رژیم اعمال بیا عملي کیږي


د طالبانو یو مشر ملا ترابي
د طالبانو یو مشر ملا ترابي

د طالبانو د ډلې یوه بنسټ ایښودونکي او ددې ډلي د پخواني رژیم د امر بالمعروف او نهي عن المنكر رئیس ملا نورالدین ترابي ویلي دي، هغه سخت قوانین به چې طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې کړي وو، بیا عملي کیږي.

ملا ترابي له اسوشیټډ پرس سره په مرکه کې د طالبانو په پخواني رژیم د نیوکو په ردولو سره ویلي:" ټول پر موږ په سټدیوم کې د حکم د اجرا له امله نیوکه کوي، خو موږ هیڅ وخت د هغوی د قوانینو او مجازاتو په اړه څه ویلي ندي. هیڅوک موږ ته نشي ویلی چې زموږ قوانین څه ډول باید واوسي. موږ له اسلام څخه پیروي کوو او قوانین به د قران پر اساس جوړ کړو."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دې ډلې تر اوسه له محدودو اداراتو پرته، میرمنو ته د کار او د ښوونځیو لوړو ټولګیو ته د پیلیدو اجازه نده ورکړې.

ملا ترابي چې اوس ۶۰ کلن دی او د طالبانو په کابینه کې د افغانستان د زندانونو د ادارې سرپرست دی، د طالبانو د پخواني رژیم له کړنو څخه د دفاع تر څنګ ویلي دي:" د "غلو" د لاسونو پرې کول د ډیرو د امنیت لپاره ضروري دي."

هغه زیاته کړې، د طالبانو سرپرسته کابینه د دساې یوې پالیسۍ د جوړیدو په حال کې ده چې آیا له دې وروسته په عام محضر کې شرعي حدود عملي شي که نه. طالبانو په ۹۰ لسیزه کې په عام محضر په خاص ډول په غازي سټډیوم کې شرعي احکام پلي کول.

په تیرو دوو اوونیو کې طالبانو په دوو مواردو کې "غله" نیولي،د هغوی مخونه یې تور کړي او بیا یې په کابل ښار کې ګرځولي دي، هغه کار چې تل د طالبانو په پخواني رژیم کې ترسره کیده.

ملا ترابي چې نوم یې د ملګرو متلونو د بندیزونو په تور لست کې دی، اسوشیټډ پرس ته ویلي دي چې :" موږ د پخوا په پرتله بدل شوي یو."

هغه ویلي طالبان اوس د ټلویزیون کتلو، د موبایل درلودلو او عکس اخیستلو ته اجازه ورکوي ځکه د هغه په وینا"دا د خلکو اړتیا ده" او طالبان رسنیو ته د خپلو پیغامونو د رسیدونکو وسیلو په توګه ګوري.

له دې سره سره، د امریکا متحده ایالات او د نړۍ نور هیوادونه د طالبانو پر لفظي ژمنو بې باوره دي او تل یې ټینګار کړی دی چې هغوی باید د همه شموله حکومت د جوړیدو، د اقلیتونو او میرمنو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د تامین په برخه کې خپل تعهدات په عملي ډول پلي کړي.

XS
SM
MD
LG