د لاس رسي وړ اتصالات

شاوخوا پټیو کې مې کوکنار کرل شوي، خو ما غنم وکرل- بزګر 


شاوخوا پټیو کې مې کوکنار کرل شوي، خو ما غنم وکرل- بزګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې د محمد نبي په نوم یو بزګر وايي، چې نورو کروندګرو یې په شاوخوا پټیو کې کوکنار وکرل خو ده غنم او نور کښتونه کرلي او غواړي حلاله روزي پیدا کړي. 

د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې د محمد نبي په نوم یو بزګر وايي، چې نورو کروندګرو یې په شاوخوا پټیو کې کوکنار وکرل خو ده غنم او نور کښتونه کرلي او غواړي حلاله روزي پیدا کړي.

د ښيوې د کچړې د سیمې دغه بزګر وايي، چې پخپله درې جریبه ځمکه یې د غنمو ترڅنګ پياز، کچالو او نور سبزیجات کرلي دي.

هغه وايي، خوښ دی چې غنمو يې ښه وږي کړي او حاصلات به یې هم ښه وی ځکه نو د مرضونو او د زراعتي افتونو د مخنیوي لپاره دواپاشي کوي.

هغه وویل: "حلاله روزۍ کې برکت وي. حرامه روزۍ کې برکت نه وي خدای ج مو دې د حلالې روزۍ خاوندان کړي. له کوکنارو نه خبر ومه خو ومې نه کرل، غنمو ته ښه خوشحاله یو."

دا پداسې حال کې ده، چې په ننګرهار کې د کوکنارو د حاصل د راټولولو وخت دی او په ډیرو سیمو کې چې کوکنار کرل شوي دي، اپين هم راټول شوي دي.

د راپورونو له مخې سږ کال د ننګرهار په ډیرو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د ننګرهار په ډیرو سیمو حتی په هغو کې چې په تیرو شلو کلونو کې هم پکې کوکنار نه وو کرل شوي اوس په کې د کوکنارو کر شوی دی.

د طالبانو مشر ددې میاشتې په سر کې د کوکنارو په کښت بندیز ولګوه، خو تر اوسه د ولاړو کوکنارو د له منځّ وړلو کوم خبر نشته.

XS
SM
MD
LG