د لاس رسي وړ اتصالات

چرسو او تاریاکو زمونږ خلکو ته دیر تاوان ورساوه- د غزني کروندګر 


چرسو او تاریاکو زمونږ خلکو ته دیر تاوان ورساوه- د غزني کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ یو کروندګر وايي د چرسو او کوکنارو کر ددغې ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې کروندګر پوروړي کړي او د پورونو له لاسه اوس تښتيدلي دي. 

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ یو کروندګر وايي د چرسو او کوکنارو کر ددغې ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې کروندګر پوروړي کړي او د پورونو له لاسه اوس تښتيدلي دي.

د غزني د مقر اوسیدونکی حاجي وزیر محمد وايي، چې دوه کاله وړاندې یې په سیمه کې کوکنار او چرس کرل کیدل او سږ کال یې په سیمه کې کوکنار ندي کرل شوي او لامل یې د کروندګرو قرضداره کیدل او د خلکو په نشو اخته کیدل دي.

حاجي وزیر محمد وايي: ”څوک یې نشه یان کړل، څوک یې تاواني کړل. اوس همداسې خلک پکې شته چې ورک دي. د خلکو له پورو څخه پټ دي. دا دوه کاله چې خلکو دا تاوانونه ولیدل بیا یې پریښودل“.

هغه وویل ځینو خلکو کرل چې د طالبانو له خوا ورته ویل شوي، چې کر و نه کړي. حاجي وزیر محمد د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت په بندیز هم خوښ دی.

په غزني کې د مېوو او نورو خوراکي توکو باغونه شته خو وچکالي سخت ځپلي دي او په دې وجه کروندګر او باغداران ترې ښه محصولات نشی ترلاسه کولی چې دې وضعیت اکثره کروندګر د سختو ستونزو سره مخ کړی.

حاجي وزیر محمد وايي: "موږ خوښ یو چې حکومت نشه یي توکي بند کړل، خو اوبه نشته، خلک له فقر سره مخ دي او د محصولاتو په وخت کې بازار نشته."

د یو این اوو ډي سي، د ۲۰۲۰ کال د کوکنارو د کر د سروې له مخې په غزني ولایت کې پدغه کال کې په ۲۹۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. پدغه ولایت کې د کوکنارو کر هر کال د سلګونو هکټارو په شاوخوا کې وي.

XS
SM
MD
LG