د لاس رسي وړ اتصالات

هنګري وایي‌ د روسیې په تیلو د نویو بندیزونو د وړاندیز ملاتړ نه کوي


اروپايي ټولنې د روسیې په ضد یو لړ نوي بندیزونه پېشنهاد کړي
اروپايي ټولنې د روسیې په ضد یو لړ نوي بندیزونه پېشنهاد کړي

د هنګري حکومت وايي د روسیې په تیلو باندې د اروپايي ټولنې د نويو وړاندیز شویو بندیزونو ملاتړ نکوي.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسلا وان دیر لاین نن سه شنبه مۍ څلورمه (غوايي څلورمه) په روسیې باندې د یو لړ نوي بندیزونه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د تيلو په ټولو وارداتو او بانکونو باندې بندیزونه هم په کې شامل دي.

خو هنګري له دغه اعلان څخه لږ وروسته وویل چې د دغه وړاندیز ملاتړ ځکه نشي کولای چې دا کار به یې «د انرژۍ اکمالات په بشپړ ډول ویجاړ» کړي.

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارټو په دې اړه په خپل فیسبوک کې یوه ویدو خپره کړې او ویلي دي چې «په دې بڼې په مسولانه ډول [د وړاندیز] ملاتړ نشي کېدای او موږ ورته په مسولانه ډول رایه نشو ورکولای.»

میرمن وان دیر لاین د اروپا پارلمان ته وویل: «راځئ واضحه یې ووایو چې دا کار به اسان نه وي، ځکه چې ځینې هېوادونه په لویه پیمانه د روسیې په تیلو متکي دي، مګر موږ باید دا کار وکړو.» اروپايي ټولنه باید په قاطع اکثریت دا وړاندیز ومني چې بندیزونه عملي شي.

میرمن وان دیر لاین دا خبره هم وکړه چې د بندیزونو د لګولو لپاره ډېر وخت په پام کې نیول شوی دی چې اروپايي هېوادونه په کې د روسیې د تیلو د بدیل نورې لارې چارې ولټوي، د انرژۍ په نړیوال مارکیټ کې یې منفي اغیز کم کړي، په روسیې باندې د بندیزونو فشارونه نور هم زیات او اقتصادي ډله ایز زیانونه کم کړي.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له اروپايي ټولنې څخه غوښتي وو چې له روسیې څخه د انرژۍ واردات بند کړي او «د اروپايي ټولنې په نويو بندیزونو کې د انرژۍ له منابعو څخه د روسیې د عوایدو د بندولو په اړه ښکاره ګامونه دې شامل» وي.

په نویو بندیزونو کې د «سویفټ» د انتقالاتو او پیغام رسونې له نړیوال سیستم څخه د روسیې د ستر بانک «سیربانک» اېستل او په تور لست کې د روسیې د هغو پوځي مشرانو «چې د بوچا په ښارګوټي کې یې جنګي جنایت کړي او د ماریوپول د محاصرې مسولین دي» شاملول هم شامل دي.

د دغه راپور ځینې معلومات د رویټرز، فرانس پرس او اسوشیتډپرس له اژانسونو څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG