د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې په روسیې باندې د نويو بندیزونو د لګولو وړاندیز وکړ


د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشره اورسلا وان دیر لاین
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشره اورسلا وان دیر لاین

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسلا وان دیر لاین په روسیې باندې یو لړ نوي بندیزونه اعلان کړل چې د دغه هېواد د تيلو په ټولو وارداتو او بانکونو باندې بندیزونه په کې شامل دي.

د دغه پلان له مخې، د روسیې د خامو تیلو واردات به په شپږو میاشتو کې او نور تصفیه شوي واردات به په یو کال کې دننه بند شي.

اروپايي ټولنه باید په قاطع اکثریت سره دا وړاندیز تائيد کړي چې بندیزونه عملي شي. میرمن وان دیر لاین د اروپا پارلمان ته وویل: «راځئ واضحه یې ووایو چې دا کار به اسان نه وي، ځکه چې ځینې هېوادونه په لویه پیمانه د روسیې په تیلو متکي دي، مګر موږ باید دا کار وکړو.»

نوموړي وویل چې د بندیزونو د لګولو لپاره ډېر وخت په پام کې نیول شوی دی چې اروپايي هېوادونه په کې د روسیې د تیلو د بدیل نورې لارې چارې ولټوي، د انرژۍ په نړیوال مارکیټ کې یې منفي اغیز کم کړي، په روسیې باندې د بندیزونو فشارونه نور هم زیات او اقتصادي ډله ایز زیانونه کم کړي.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له اروپايي ټولنې څخه غوښتي وو چې له روسیې څخه د انرژۍ واردات بند کړي او «د اروپايي ټولنې په نويو بندیزونو کې د انرژۍ له منابعو څخه د روسیې د عوایدو د بندولو په اړه ښکاره ګامونه دې شامل» وي.

په نویو بندیزونو کې د «سویفټ» د انتقالاتو او پیغام رسونې له نړیوال سیستم څخه د روسیې د ستر بانک «سیربانک» اېستل او په تور لست کې د روسیې د هغو پوځي مشرانو «چې د بوچا په ښارګوټي کې یې جنګي جنایتونه کړي او د ماریوپول د محاصرې مسولین دي» شاملول هم شامل دي.

وان دیر لاین وویل: «پوتین غواړي چې اوکراین د نړۍ له نقشې ورک کړي، خو بریالی به نشي. اوکراین په مېړانې او متحد ډول پاڅېدلی او د پوتین خپل هېواد روسیه غرقېږي.»

اخوا روسیې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې بریدونو او جګړو ته زور ورکړی دی او د اواکراین ولسمشر زیلینسکي ویلي دي چې د روسي ځواکونه د هغوی له قهر او غوصې سره مخامخ دي. هغه وویل چې د روسیې د توغندیو له بریدونو ښکاري چې دغه هېواد هېڅ پوځي هدف نلري.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لیز تروس په تیلیفون د اوکراین سره د نورو مرستو په اړه غږېدلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وویل چې دواړو خواو له اوکراین سره د امنیتي او بشري مرستو او د هغو هېوادونو په اړه یې د اقتصادي عواقبو په اړه خبرې وکړي چې د اوکراین په جګړې کې روسیې ته مالي او مادي مرستې برابروي.

د دغه راپور ځینې معلومات د فرانسې، اسوشیتډ او رویټرز له خبري اژانسونو اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG