د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې د بادرنګو حاصلات د کوکنارو ښه بدیل ګنل کیږي  


لغمان کې د بادرنګو حاصلات د کوکنارو ښه بدیل ګنل کیږي  
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې هر کال په پراخه کچه بادرنګ کرل کېږي چې کروندګر يې له حاصلاتو خوښ دي. 

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې هر کال په پراخه کچه بادرنګ کرل کېږي چې کروندګر يې له حاصلاتو خوښ دي.

سږ کال له هغه راهیسې، چې افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، په ګڼ شمېر سیمو کې کوکنار کرل شوي دي، چې لغمان هم په کې شامل دی.

له دې سره سره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د دره لام سیمې کروندګر ذبیح الله په شاوخوا یونیم جریب ځمکه بادرنګ کرلي او حاصلاتو ته يې هیله مند دی.

هغه وویل: "اوس مې بادرنګ کرلي دي. طریقه يې دا ده چې اول تخم را وړل کېږي د جریب په سر یو پاکټ یا دوه پاکټه زړي. هغه نهال کېږي. شنه کېږي، بیا څو ځله خیشاوه کېږي. اوبه او سره په وخت ورکول غواړي بیا نو حاصل ورکوي."

کروندګر ذبیح الله وايي، چې هغه د کرهڼې پوهنځی لوستی او د کروندې په ټولو مسایلو پوه دی. هغه وايي بادرنګ حلال کښت دی او په خپلو کروندو کې د حلال کښت کرولو هڅه کوي.

نوموړي امریکا غږ سره خبرو کې ویلي، کله چې بادرنګ حاصل ته ورسېږي، نو یو پاکټ له یو نیمو سلو تر دوه سوو افغانيو پورې پلورل کېږي.

هغه وویل: " زمونږ ستاسي په کتاب کې راغلي چې حرام رزق ګټل مونږ ته نه دي پکار، هو کوکنارو کر حرام دی مونږ ته نه ده پکار. دا حلال رزق ده مونږه خپله خواري او زحمت باسو الله ج نه ډېر راضي یو."

د لغمان ولایت بادرنګ خورا مشهور دي او کله چې حاصل ته ورسېږي نو له ګڼو ځایونو نه يې خلک د خوراک او مېلې په موخه دې ولایت ته ورځي.

XS
SM
MD
LG