د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په مختلفو سیمو کې د کوکنارو نیښ وهل روان دي 


د ننګرهار په مختلفو سیمو کې د کوکنارو نیښ وهل روان دي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

د ننګرهار په ولایت کې اوس مهال په یو شمېر سیمو کې د کوکنارو د حاصل یا د اپینو د را ټولولو وخت دی او یو زیات شمیر نیښګر وايي، دا چې دوی ته پکې کار پيدا شوی خوښ دي.  

د ننګرهار په ولایت کې اوس مهال په یو شمېر سیمو کې د کوکنارو د حاصل یا د اپینو د را ټولولو وخت دی او یو زیات شمیر نیښګر وايي، دا چې دوی ته پکې کار پيدا شوی خوښ دي.

د دې نیښګرو له ډلې یو هم زیارخان دی. زیارخان چې اصلي د حصارک اوسېدوونکی دی او اوسمهال د کوکنارو مزدورۍ پسې له کوره را وتلی وايي، پخوا ورته مزدوري نه پيدا کیده او د نيښ وهلو له لارې اوس خپلې لس کسیزې کورنۍ ته نفقه ګټي.

هغه وویل: " دلته ماته څلور سوه روپۍ را کوي د ورځې او بس غریبي ده. نور شیانو کې زمونږه مزدوري کمه وي هغه هم پېدا شي او یا نه، دا کوکنار داسې شی دی چې څنګه وکرل شو او را شین شو بس مسلسل د دې خلکو سره زمونږ کار روانېږي."

زیارخان د سره رود په ولسوالۍ کې د کوکنارو په نیښ بوخت دی وايي، دلته اتلس ورځې کار کوي او بیا له دې ځای د ننګرهار نورو سیمو لکه خوګیاڼو، پټلو او حصارک ته هم د اپینو د راټولولو په مزدورۍ پسې ځي.

هغه وویل د سړو سیمو د کوکنارو حاصل وروسته ټولیږي.

زیارخان وايي، کله چې کوکنار وکرل شي، نو خلک قرض او پور هم ورسره کوي، ځکه بېرته د کوکنارو په مزدورۍ ډاډه وي چې پور د کوکنارو له لارې خلاصولی شي.

دی وايي، د اپینو قاچاقبر هم کروندګرو ته وړاندې له وړاندې پېسې ورکوي، چې له دې سره د قاچاقبر، کروندګر او مزدورکار روان هم روان وي.

د سږني کال که څه هم کره سروې نده معلومه خو لومړني راپورونه ښيي، چې د ننګرهار په ډیرو سیمو کې سږ کال کوکنار شوي دي او حتی هغه سیمې هم له کوکنارو ډکې دي، چې تیر شل کلونه پکې نه وو.

XS
SM
MD
LG