د لاس رسي وړ اتصالات

ځمکې مو اجاره کړي، د ځمکې خاوندان وایي کوکنار به نه کرئ- د لغمان کروندګر 


ځمکې مو اجاره کړي، د ځمکې خاوندان وایي کوکنار به نه کرئ- د لغمان کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

په لغمان کې یو شمیر کروندګر وايي، چې دوی د تیر حکومت په مهال د کښتونو لپاره ځمکې په اجاره نیولې وې او د ځمکو مالکینو ورسره په اجاره خط کې لیکلي وو چې کوکنار به نه کري.  

په لغمان کې یو شمیر کروندګر وايي، چې دوی د تیر حکومت په مهال د کښتونو لپاره ځمکې په اجاره نیولې وې او د ځمکو مالکینو ورسره په اجاره خط کې لیکلي وو چې کوکنار به نه کري.

که څه هم سږ کال د افغانستان د مختلفو سیمو په څیر د لغمان په ولایت کې هم کوکنار کرل شوي دي خو هغه کروندګرو ته چې د تیر حکومت په مهال ورته د ځمکو مالکینو د کوکنارو د نه کرلو په شرط اجارې ورکړي وايي، لا هم دغه شرایطو ته پابند پاتې دي.

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې سیداغا یو کروندګر دی، سږ کال يې په شاو خوا لس جریبه ځمکه کې بغیر له کوکنارو، نور بېلابېل فصلونه کرلي دي وايي، دا څو کاله یې ځمکه په اجاره نیولې ده.

سید اغا وویل:" کوکنار مې نه دي کرلي. دغه ځمکې مونږ سره اجاره دي. هماغه تېر دولت کې يې مونږ سره خط کې لیکلي وو چې زمونږ په ځمکو کې به کوکنار نه کرئ. مونږ ته يې په اجارو کې خطونه را کړي دي. خو ویلي يې دي چې کوکنار مونږ په ځمکو کې نه منو او چې هر چا وکرل مسؤلیت يې خپل دی."

سیداغا وايي، ځینو ډېرو کروندګرو په ځمکو کې کوکنار کرلي دي، خو هغوی سره يې په اجاره خطونو کې د کوکنارو نه کرلو شرط نه دي لیکلي.

سید اغا وايي، دی او نورو وروڼه يې په کروندو کې په کار بوخت دي او د ځمکو له لارې نفقه ګټي.

هغه وویل: "دغه دهقانۍ کار کوو مونږه دغه کچالو مو کرلي یو دوه جریبه، دوه جریبه مو رومیان کرلي دي. نیم جریب کې ټینډې دي او څلور جریبه کې غنم دي. دغه فصل دی او همدې کې لګیا یو دا کرو."

هغه وايي، د حلالې کروندې حاصلاتو ته په تمه دي او هیله لري، چې ښه حاصلات به ترې واخلي.

د یو این او ډي سي د ۲۰۲۰ کال د کوکنارو د سروې له مخې په لغمان کې په څه باندې ۷۰۰ هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. د سږني کال د کوکنارو د کښت شمیره که څه هم په واک کې نشته خو بزګران وايي، چې د لغمان په ډیرو سیمو کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د کوکنارو کر شوی دی.

XS
SM
MD
LG