د لاس رسي وړ اتصالات

په مزار او کابل کې چاودنو یو شمېر کسان وژلي او ژوبل کړي


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

له بلخ او کابل او څخه راپورونه وايي چې په ځینو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي چې نهه یې په مزار شریف او پنځه یې په کابل کې دي.

راپورونه وايي چې د مزار شریف ښار په پنځمې، لسمې او دیارلسمې حوزو کې چاودنې نن چهارشنبه مۍ ۲۵ (غبرګولي څلورمه)شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیتي قومندانۍ ویاند اصف وزیري ویلي دي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي وزیري له خولې لیکلي دي چې درې واړه چاودني په «هغوی ملي بسونو» شوي چې خلک لېږدوي.نوموړي وویل چې د پېښو په اړه تحقیقات روان دي، خو نور جزیات یې ورنکړل.

په همدې حال کې په کابل کې د «ایمرجنسي روغتون» وايي چې هغوی ته «۲۲ زخمیان انتقال شوي چې پنځه یې وار د مخه مړه شوي» دي.

د ایمرجنسي روغتون دا معلومات په خپل ټويټر کې خپاره کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد ځدراڼ وايي چې چاودنه په څلورمه حوزه کې په یو جومات کې شوې ده. هغه امریکا غږ ته وویل چې د ابتدايي معلوماتو په اساس په دغې چاودنې کې «دوه تنه ژوبل» شوي دي.

هغه ونه ویل چې د دغو چاودنې دقیق اهداف څه وو او وژل شوي او ژوبل شوي څوک دي. ویل کېږي چې په دغو چاودنو کې تلفات تر هغه زیات دي چې مقامات یې وايي.

لا کومې ډلې ددغو چاودنو مسئولیت نه دی اخیستی.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته د اکثریت چاودنو مسئولیت د داعش-خراسان ډلې اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG