د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو سازمان: بایډن د افغانستان د پانګې لاندې کولو هڅه کې دی


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د بشري حقونو نړیوال سازمان د افغانستان د کنګل شوو زېرمو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د تازه فرمان په اړه انتقاد کړی او ویلي دي چې ښاغلی بایډن د دغه هیواد د پانګې لاندې کولو په هڅه کې دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تیره ورځ د یوې فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه وکړه چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به د افغانستان د ولس د ګټې لپاره ولیږدول شي او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوې پریکړه نه وې شوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان پرون جمعه ناوخته فبرورۍ ۱۱ ( سلواغې ۲۳) په اعلامیې کې ویلي چې د دغه فرمان د اجراء کېدو په صورت کې به په افغانستان کې زیاتې ستونزې رامنځته شي او همدارنګه یادې پیسې به په دغه هیواد کې د بشري کړکې هوارېدو برخه کې مرسته ونکړي.

د بشري حقونو سازمان ویلي چې له یادو پیسو څخه له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳/۵ میلیارډ ډالر ځانګړي کول ممکن سخواتمندانه په نظر ورسیږي، خو ټینګار یې کړی چې یاد اووه میلیار ډالر د افغانانو اړوند دي.

په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان اوسني بشري بحران ته د رسېدو لپاره،د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو دوامداره هڅې چې د امریکا متحده ایالات او نړیوال بانک وهڅوي چې اقتصادي محدودیتونه کم کړي،د افغانستان د ثبات لپاره چې د سقوط په درشل کې دی خورا مهم دي."

د بشري حقونو سازمان په باور د افغانستان پر بانکي سیستم اوسني محدودیتونه به د افغانستان خلک له قحطۍ او لوږې سره مخ کړي. دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان پر بانکي سیستم محدودیتونه پر داسې مهال رامنځته شوي چې د افغانستان اوسېدونکي اوس هم د طالبانو لخوا له محدودیتونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بشري حقونو سازمان همدارنګه زیاته کړې چې د مرسته کوونکو بنسټونو د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ناروغي زیاته شوې او همدارنګه ۹۰سلنه خلک د خوراکي ناامنۍ له امله کړیږي.

په اعلامیه کې راغلي:"د افغانستان د اقتصادي بحران کمو په نهایت کې اړتیا لري چې د دغه هیواد مرکزي بانک ته اجازه ورکړل شي چې په ډالر راکړه ورکړه د نړیوال بانکي سیستم له لارې تر لاسه کړي."

دا په داسې حال کیده چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس وست ویلي چې د افغانستان د کنګل شوو پیسو څخه د ۳/۵ میلیارډو ډالرو ازادولو په اړه د ښاغلي بایډن فرمان د افغانانو اړتیاو ته د رسېدو له هڅو څخه دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین هم ویلي دغه فرمان د افغانستان له خلکو سره د مرستې په هدف لاسلیک شوی او متحده ایالات د دغه هیواد له خلکو سره مرستې ته ژمن دي.

طالبانوتر دې مخکې په وار وار ویلي چې دغه پیسې د افغانانو حق دی او د متحده ایالاتو کانګرس ته یې په یو لیک کې د یادو پیسو د ازادولو غوښتنه یې کړې وه. یا دې ډلې تر اوسه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د اجرائیوي فرمان په هکله تبصره نده کړي.

XS
SM
MD
LG