د لاس رسي وړ اتصالات

هغه کسان چې قهوه څښي اوږد عمر کوي – تازه څیړنه


یوه نوې مطالعه ښکاره کوي کوم کسان چې قهوه څښي په خاص ډول یوه کاچوغه بوره هم ور اضافه کوي ، ظاهرا اوږد عمر لري.

د چین د ګوانګ ډانګ طبي پوهنتون څخه ددغې څیړنې لیکوال داکټر ډان لیو ویلي دي چې په بریټانیا کې د ۱۷۰ زره کسانو په منځ کې په هغو کسانو کې چې په ورځ کې دوه تر څلورو ګیلاسونو قهوه څښي، د هغو کسانو په پرتله چې قهوه نه څښي، د مړینو کچه ټیټه ده.

ښاغلي لیو د Annals of Internal Medicine په ژورنال کې لیکلي چې په تیرو مطالعاتو کې یې هم د قهوې د څښلو او د مړینو د کموالي مسلې ته اشاره کړې وه ، خو له بورې سره، له بورې پرته او یا هم نورو خوږونکي موادو سره یې د قهوې څښلو په اړه توضیحات نه وو ورکړي.

څیړونکو د ډیرو معلوماتو د ترلاسه کیدو لپاره د بریټانیا Biobank ته مخه کړې ده، هغه څیړنیز مرکز چې د ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۰ میلادي کالونو پورې یې کابو ۵۰۰ زره کسان جذب کړي څو پوښتنو ته د ځوابونو، فزیکي اقداماتو او طبي آزمایښتونو کې برخه واخلي.

په دې منځ کې ۱۷۱ زره و ۶۱۶ کسانو حد اقل یو لړ پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي او د قهوې د مطالعې معیار یې تکمیل کړی دی.

ددې مطالعې پایلې ښکاره کوي چې ۵۵.۴ سلنه دغه کسان له هر ډول خوږونکو موادو پرته قهوه څښي، ۱۴.۳ سلنه نور یې له بورې سره څښي، ۶.۱ سلنه یې له ساختګي خوږونکو سره څښي او ۲۴.۲ سلنه نور په اصل کې هیڅ کافي نه څښي.

د اوو کلونو په ترځ کې ۳۱۷۷ کسان چې مطالعه پرې شوې وه، مړه شوي دي، د هغو ۱۷۲۵ کسانو په ګډون چې په سرطان ناروغۍ او ۶۲۸ نور د زړه د ناروغیو له امله مړه شوي دي.

له څیړنو وروسته هر ډول دلایل چې ممکن د هغوی د مړینې لامل شوي وي، څیړونکو وموندله چې د قهوې په څښونکو کې له سرطان ناروغي څخه نیولې بیا د زړه تر ناروغیو پورې د مړینو کچه کمه ده.

ددغې څیړنې له مخې، هغو کسانو چې قهوه د خوږیدو له ساختګي موادو سره څښلې وه، د هغو کسانو په تفاوت چې قهوه نه وه څښلې ډیر تفاوت نه دی لیدل شوی.

سره له دې چې ترلاسه شوي نتایج ښکاره کوي په قهوې کې د بورې په اضافه کیدو سره، ګټې یې له منځه نه وړي ‌خو ډاکټر لیو او همکاران یې وایي چې د خوږو څښاکو په کاریدو کې باید له احتیاط څخه کار واخیستلی شي ځکه د بورې د مصرف او نه روغتیا ترمنځ نږدې روابط په ښکاره لیدل شوي‌ دي.

له دې مخکې څیړونو ښکاره کړې وه چې د قهوې څښل د جیګر، سرطان او حتی افسردګي په شان پر ناوړه ناروغیو اخته د کیدو له کموالي سره مرسته کوي.

د بریټانیا د قهوې د ټولنې د تخمیني معلوماتو له مخې، په هغه هیواد کې هره ورځ شاوخوا ۹۸ میلیونه ګیلاسه قهوه څښل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په متحدو ایالتونو کې دا شمیر څه باندې ۵۱۷ میلیونه ګیلاسه دی.

بلخوا د سکاټلند د ګلاسګو پوهنتون استاد نویډ ستار بیا ددې څیړنې په ترسره کیدو کې د تګلارې په اړه شک ښودلی او ویلي یې دي:"کوم کسان چې قهوه څښي عمدتا بسیا او د ژوند سالم سبک لري او نشي کیدای د څیړنو نتایج حتمي وګڼل شي."

XS
SM
MD
LG