د لاس رسي وړ اتصالات

په ورځ کې درې پیالې قهوه څښل څه گټه لري؟


په څیړنه کې د قهوې د احتمالي زیان په هکله څه ندي ذکر شوي
په څیړنه کې د قهوې د احتمالي زیان په هکله څه ندي ذکر شوي

هغوی چې د ورځې درې یا څلور پیالې قهوه څښي د ناڅاپي مړینې او په قلبي ناروغیو باندې د اخته کیدو خطر یې کمیږي.

پوهان د هغو معلوماتو په بنسټ چې د قهوی او قلبي ناروغیو په اړه یې ترلاسه کړي همداشان وایي چې د قهوی څښل د شکرې ناروغۍ، عقلي زوال او د یو شمیر سرطاني ناروغیو د خطر له کمیدو سره اړیکه لري.

خو پوهان وایي چې امیندواره میرمنې مستثنا دي او باید دومره اندازه قهوه ونه څښي.

قهوه په نړۍ کې ډیره څښل کیږي. د انسان پر روغتیا د قهوې په تاثیر باندې د پوهیدو لپاره یو شمیر پوهانو د بریتانیا د عامه روغتیا د متخصص رابین پول په مشرۍ د نړۍ د ٢٠١ څیړنو نتیجې ارزولي او هغه یې په یو متن کې ځای کړې دي.

دغه ارزونې په دې وروستیو کې د بریتانیا په طبي ژورنال کې د "قهوی منظم او په اندازه څښاک مصؤن دی" په نامه خپرې شوې دي.

د زړه ناروغیو په هکله د تحقیقاتو له ارزونې وروسته پوهانو موندلي چې د قهوې څښل د ناڅاپي مړینې او د قلبي ناروغیو د ټولو ډولونو د خطر له کمیدو سره اړیکه لري. هغوی چې د ورځې یې درې پیالې قهوه څښله د هغو کسانو په پرتله چې قهوه نه څښي د ناڅاپي مړینې له خطر سره کم مخامخ شوي دي.

په دې ارزونه کې په زړه پورې خبره داده، چې په ورځ کې د دومره اندازې قهوې د څښلو د احتمالي زیان په هکله څه نه دي ویل شوي.

د قهوې په گټو کې د پروستات، رحم، پوټکي او ځیگر په گډون د څو ډوله سرطان ناروغۍ د خطر راکمیدل ذکر شوي او همداشان ویل شوي چې قهوه د شکرې د دوهم ډول ناروغۍ، د صفرا کیسې د تیږې او نقرس ناروغیو په مخنیوي کې هم رول لري.

د ښاغلي پول په مشرۍ تحقیقاتي ټیم دا هم ویلي دي دا چې د هغوی ارزونې پر نظارتي اطلاعاتو ولاړې دي، نشي کولای چې په دې هکله غوثه پریکړه وکړي، خو دا ډله استدلال کوي چې د هغوی موندنې پر بدن باندې د قهوې د تاثیر د وروستیو څیړنو نتیجې تائیدوي.

XS
SM
MD
LG