د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ سویډن او فنلنډ ته د ناټو غړیتوب ورکولو په اړه اردوغان سره خبرې وکړې


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ترکیې له جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره د ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه خبرې اترې وکړې.

نوموړی په داسې حال کې دغه خبري کوي چې ترکیې له ناټو سره د یادو هیوادونو له یوځای کیدو سره مخالفت ښودلی او اوس د ناټو سرمنشي هڅه کوي چې دې مشکل ته د حل لاره پیدا کړي.

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې د ترکیې له جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره یې ګټورې ټلفوني خبرې درلودې او ترکیه یې یو بارزښته متحد وباله.

ښاغلي سټولټنبرګ همدارنګه په دې ټلفوني خبرو کې له اوکراین څخه په خوندي ډول د غله جاتو د لیږد په اړه د یو قرار داد د ترلاسه کیدو په برخه کې د ترکیې هڅې وستایلې.

د اردوغان دفتر هم د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې جمهور رئیس اردوغان په دې خبرو کې ټینګار وکړ چې سویډن او فنلنډ باید دا روښانه کړي چې د ترهګرۍ ملاتړ یې درولی دی، ترکیې ته د دفاعي ‌صادراتو محدودیتونه لیرې شوي او د اتحاد د یووالي ښکاره کولو ته چمتو دی.

د شمالي اروپا ددغو هیوادونو په ګډون یو شمیر هیوادونو وروسته له هغه ترکیې ته د وسلو په پلور محدودیتونه وضع کړل چې انقرې په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په شمال کې نظامي عملیات پیل کړل.

سټولټنبرګ چې تیره اونۍ یې واشنګټن ته سفر کړی وو، د جمعې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) پر یو ټویټ ولیکل چې د فنلنډ له صدراعظمې سانا مارین سره یې هم د ترکیې د اندیښنو په اړه خبرې اترې وکړې.

پر اوکراین د روسیې برید ددې لامل شو چې فنلنډ او سویډن د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړي خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان پر سویډن او فنلنډ تور لګوي چې له کردي اورپکو څخه چې ترکیه یې ترهګر بولي، ملاتړ کوي.

سټولټنبرګ د ډیر وضاحت له ورکولو پرته زیاته کړې چې هغه او د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان به خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي په داسې حال کې دغه هڅې کوي چې ټاکل شوېده راتلونکې اونۍ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د سویډن، فنلنډ او ترکیې جګپوړي چارواکي غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به له ناټو سره د سویډن او فنلنډ د یوځای کیدو په اړه د ترکیې په مخالفت بحث او خبري اتري وشي.

XS
SM
MD
LG