د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین د دفاع وزیرانو سره وکتل


د امریکا د متحده ایالتونو او چین تر منځ د سمندر د اوبو د مالکیت، تایوان او ځېنو نورو امنیتي مسایلو پر سر د ترینګلتیاوو په لړ کې نن ددغو دواړو سترو قدرتونو د دفاع وزیرانو په سینګاپور کې کتلي دي.

پدې وروستیو څو کلونو کې د چین جنوبي سمندر، تایوان، سایبري امنیت او په سینکیانګ او هانګ کانګ کې د بشري حقونو پر سر ددغو دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلي شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن له خپل چینايي سیال ویو فنګ سره نن د شنګریلا ډیالوګ (نړیوال امنیتې کنفرانس) په څنډه کې خبرې کړي دي.

امریکا هڅه کوي د اوکراین له جګړې څخه خپل پام دغې سیمې ته واړوي او د دفاع وزیر آسټن وروستی امریکايي چارواکی دی چې سیمې ته سفر کوي.

د چین د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل خبرې "ښې، صادقانه او په اخلاص ولاړې" وې. آسټن بیا پر ټوېټر په خپل پیغام کې لیکلي چې د امریکا او چین د دفاعي اړیکو او د سیمې او نړۍ د امنیتي مسایلو پر سر یې خبرې وکړې.

دواړو مشرانو تر دې وړاندې، د اپرېل په میاشت کې تلیفوني خبرې کړي وې.

د خبرو ډېر جزیات ندي خپاره شوي. خو ښايي یوه مهمه مسئله پکې د تایوان دیموکراتیک او خودمختار ټاپو وي چې د چین د یرغل له تهدید سره مخامخ دی.

چین د تایوان ټاپو خپل مالکیت ګڼي او خبرداری یې ورکړی دی چې که ضرورت شي نو یوه ورځ به یې په زور نیسي.

د تایوان په هوايي حریم کې د چین د الوتکو زیاتېدونکي نفوذ دا مسئله نوره هم لانجمنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت جاپان ته د سفر پر مهال، د امریکا د څو لسیزو "ستراتیژیک ابهام" پالیسۍ خلاف، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که پر تایوان باندې د چین له لورې پوځي برید وشي نو امریکا به د تایوان دفاع وکړي.

له هغه راهیسې، سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې د "ستراتیژیک ابهام" پالیسي لا پر ځای ده، پدې مانا چې پر تایوان د برید په صورت کې د امریکا مداخلت یا عدم مداخلت واضح ندی.

جنجالي مسئلې

د امریکا او چین تر منځ د ترینګلتیا بله مسئله پر اوکراین باندې د روسیې یرغل دی. واشنګټن پر چین تور لګوي چې په پټه د روسیې ملاتړ کوي.

چین د جګړې د ختمولو او مذاکراتو غوښتنه کړې ده خو د روسیې یرغل یې ندی غندلی او پر امریکا یې نیوکه کړې ده چې ولې اوکراین ته د مرستې په توګه وسلې ورکوي.

د چین لخوا د چین جنوب سمندر د مالکیت ادعا هم له واشنګټن سره د پیکینګ اړیکې خړې پړې کړي دي.

پیکینګ د چین جنوب سمندر تقریبا ټوله برخه، چې قیمتي زېرمې لري او هر کال ورڅخه د میلیاردونو ډالرو تجارتي بیړۍ تیریږي، خپل مالکیت بولي. خو د سیمې نور هېوادونه لکه برونای، مالیزیا، فلپین، ویتنام او تایوان یې ورسره نه مني او په دغو اوبو کې خپل حق غواړي.

د دفاع وزیر آسټن د پنجشنبې په ورځ سنګاپور ته ورسېد. د سینګار د یوې دولتي اعلامیې پر اساس، آسټین د جمعې په ورځ د سیمې د دفاع وزیرانو سره په غونډه کې د امریکا د هغې ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړې چې پدې سیمه کې "پرانیستی، ټول شموله او په قانون ولاړ امنیتي چاپیریال" غواړي.

د شنګریلا ډیالوګ کلنۍ غونډه د جون له لسمې څخه تر ۱۲مې دوام لري او ټاکل شوې ده چې د دفاع وزیر آسټین سبا شنبه او د چین د دفاع وزیر فنګ د یکشنبې په ورځ ورته وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG