د لاس رسي وړ اتصالات

‍ په لغمان کې به باغداري لا ډیره ترویج کړو- د کرهڼې رئیس 


‍ په لغمان کې به باغداري لا ډیره ترویج کړو- د کرهڼې رئیس 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

په لغمان کې د طالبانو د حکومت د کرهڼې رئيس وايي، چې له تیر یو کال راهیسې یې پدغه ولایت کې په څه کم دوه نیم زره جریبه ځمکې باندې یې باغونه جوړ کړي او باغداري د رشد په حال کې ده. 

په لغمان کې د طالبانو د حکومت د کرهڼې رئيس وايي، چې له تیر یو کال راهیسې یې پدغه ولایت کې په څه کم دوه نیم زره جریبه ځمکې باندې یې باغونه جوړ کړي او باغداري د رشد په حال کې ده.

مولوي محمد ولي محسن وايي چې په ۲۴۱۵ جریبه ځمکه باندې د مختلفو میوو نیالګي کینول شوي او باغونه پکې جوړ کړل شوي دي.

هغه زیاتوي: ”د باغونو د جوړولو په لړ کې بېلابېل میوه لروونکي باغونه لکه د مالټو، لېمو، زردالو، شفتالو او نورو میوو باغونه شامل دي، چې کروندګرو ته هر کال زیات عواید په لاس ورځي“.

د لغمان د کرهڼې رئیس داسې مهال ددې باغونو د جوړولو وايي، چې بل لور ته یو شمیر بزګران وايي، چې د نړیوالو د مرستو له کمیدو او د نظام له تحول سره یې د حاصلاتو لپاره مارکیټ نشته او ټول کړی حاصل يې په ټېټه بیه پلورل کیږي.

د کرهڼې رئيس د لغمان د بزګرانو د کرهڼیزو محصولاتو د مارکیټ په اړه که څه هم څه ونه ویل خو وايي، چې باغداري یې لومړیتوبونو کې ده او د زیاتو مثمرو نیالګیو باغونه به جوړ کړي او له دې لارې د کروندګرو سره مرسته وکړي، تر څو زیات عواید تر لاسه کړي.

هغه وايي، د باغداری اړوندو وسایلو او د کیمیاوي سرو مرستې هم باغدارانو سره ترسره شوي دي، چې لا هم هڅه کوي دا بهیر تقویه کړي.

لغمان هم یو له هغو ولایتونو دی چې سږ کال پکې په ځینو سیمو کې بزګرانو کوکنار کرلي وو او د سیمې د بزګرانو په وینا حاصل یې هم ټول کړی دی.

XS
SM
MD
LG