د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی مجاهد، چې یو ایراني په نشو اخته کړی  

پخوانی مجاهد، چې یو ایراني په نشو اخته کړی  
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې جنګیدلی یو پخوانی مجاهد وايي، چې په ایران کې د مزدورئ په مهال د یوه ایراني معمار له لوري د تاریاکو په ورکولو په مخدره موادو روږدی شوی او اوس په لغمان کې تر درملنې لاندې دی.  

شیرزاده وايي، شپږویشت کاله یې تاریاک څکلي خو اوس یې پریکنده پریکړه کړې ده چې نشه يي توکي نور پریږدي.

شیرزاده د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب د واکمنۍ پر مهال لومړی پاکستان او بیا په مزدورئ پسې ایران ته تللی وو.

هغه وايي:" بیا ما یو ایراني معمار سره کار کوه هغه هم په تاریاکو روږدی وو. کله به مو چې لنټر اچوه نو ماته به يې هم تریاک را کول."

هغه وايي، کله به يې چې تریاک نه کارول د ځان او پښو په درد به اخته وو، نو بیا وروسته پوه شو چې دا د تریاکو روږدي کېدولو وجه ده.

شیرزاده وايي، سره له دې چې په نشه يې توکو روږدی و خو د درې نارینه او دوو نجونه اولادونو پالنه يې کړې ده او ټولو تر دوولسم ټولګي زده کړې کړي دي.

اوس مهال د لغمان په ولایت کې په نشه يې توکو د روږدو لپاره شل بستریز روغتون موجود دی خو دا روغتون د معتادینو د ډیروالی په وجه کافي ندی.

په لغمان ولایت کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د یوې سروې له مخې تر لس زرو نه پورته کسان په نشه يې توکو روږدي وو، چې اوس دا شمېره هم لوړه تللې ده.

XS
SM
MD
LG