د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تخار کې مو داعش جنګیالي وژلي، مقاومت جبهه، دا پيښه داعش سره ربط نلري


د طالبانو یو ویاند د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) ادعا وکړه چې د هغوی جنګیالیو د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د داعش اته غړي وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خبر په منلو سره امریکا غږ ته وویل:" نن ناوخته په تالقان کې د داعش د فتنه جوړونکي ډلې اته غړي په خپل یو پټنځای کې له منځه یوړل شول او وسلې او مهمات یې ترلاسه شول."

خو د ملي مقاومت د جبهې ویاند علي میثم نظري بیا امریکا غږ ته وویل چې"دا قضیه داعش سره هیڅ ارتباط نلري. یو مولي صاحب چې له څه مودې یې اختلافات له طالبانو سره زیات شوی وو، نن یې په تالقانو کې د دستاربندي په مراسمو کې ګډون کړی وو او غوښتل یې چې وینا وکړي خو طالبانو یې مخه ونیوله او خلکو قیام وکړ."

د مقاومت جبهې د ویاند په وینا، په دې نښته کې خلکو او طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو د وژل شویو او ټپیانو په اړه یې څه ونه ویل.

خو هغه معلومات چې امریکا غږ له تخار ولایت څخه ترلاسه کړي ویل کیږي چې دا نښته په سیمه ایزو وخت له غرمې وروسته په ۲:۳۰ دقیقو پیل شوه او له امله یې د طالبانو د استخباراتو ۱۲ غړي او اوه ملکي کسان ووژل شول.

ددې سرچینې په وینا، په دې نښته کې د طالبانو د مخالف لوري اوه غړي هم وژل شوي او یو تن یې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې پيښه کې د خپلو تلفات په اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG